د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین وايي د میزایلو برید یې ۵۲ روسان وژلي، روسیه وايي ملکیان وژل شوي


ملګري ملتونه وايي د روسیې د جکړې له پیل راهېسې اوکراین کې څه باندې ۵۰۰۰ ولسي خلک وژل شوي
ملګري ملتونه وايي د روسیې د جکړې له پیل راهېسې اوکراین کې څه باندې ۵۰۰۰ ولسي خلک وژل شوي

د اوکراین چارواکي وایي د اوږد-واټن وېشتونکي میزائیل په برید کې د اوکراین په جنوب کې ۵۲ روسان وژلي دي. وايي برید یې د وسلو په یوې زېرمې کړی دی، خو روسیه وايي چې په برید کې اووه ولسي خلک وژل شوي دي.

کیف وايي چې برید د خېرسون په سیمه کې د نووا کاخوفوکا په ښارګوټي کې شوی دی. وايي برید یې له هغه وروسته وکړ چې امریکا ورته د «هیمارس» توغندیو ګرځنده او پرمختللي سیستمونه ورکړل.

یوکراین وایي ځواکونه به یې دا سیستمونه په ډېر دقت کاروي.

د اوکراین د پوځ د جنوبي قوماندانۍ اعلامیه وايي: «زموږ د راکټ او توپچي واحدونو [د بریدونو] د پایلو په اساس، دښمن ۵۲ کسان، یو Msta-B Howitzer، یو هاوان، اوه زغره وال، نور وسایط او همدارنګه په نووا کاخوفکا کې د مهماتو یو ډیپو له لاسه ورکړل.»

اوکراین چې په کومې سیمې برید کړی دی، د روسیې ځواکونو له اوکراین څخه نیولې ده او یوه ستراتېژیکه سیمه بلل کېږي.

په خېرسون کې د روسیې له لوري ګمارل شوي یو چارواکي ویلي چې په برید کې اوه ولسي خلک وژل شوي او یو شمېر ولسي تاسیسات وران او ویجاړ شوي دي.

د روسیې تاز ورځپاڼې د دغه چارواکي ولادمیر لیونتایف له خولې لیکلي دي چې په برید کې ۶۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

هغه ویلي دي: «لا هم یو شمېر خلک تر کنډوالو لاندې دي. زخمیان روغتون ته انتقال شوي خو ډېر خلک لا هم په خپلو اپارتمانونو او کورونو کې ایسار پاتې دي.»

نوموړي همدغه راز ویلي دي چې په ګودامونو، هټیو، درملتونونو، ګاز ستېشنونو او کلیساوو هم بریدونه شوي دي.

روسیه او اوکراین یو بل د ملکي خلکو په وژلو تورنوي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې نن سه شنبه جون ۱۲ (چنګاښ۲۱) وویل چې په اوکراین کې د روسیې له یرغل راهېسې ۵۰۲۴ ولسي خلک وژل شوي دي.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه په اوکراین باندې یرغل پیل کړی. امریکا او لویدیځ متحدین د روسیې په خلاف جګړې کې د اوکراین تر څنګ درېدلي او له دغه هېواد سره پوځي او بشري مرستې کوي.

د دغه راپور ځینې معلومات د اسوشییتډپرس او رویټرز څخه اخیستل شوي.

XS
SM
MD
LG