د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي هیوادونو بیت المقدس کې د نارامیو د ختمېدو غوښتنه وکړه


 
 

پنځو اروپايي هیوادونو د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۹ (وري ۳۰) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوې بیړنۍ غونډه کې په بیت المقدس کې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د نارامیو د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه.

فرانس پرس خبري آژانس راپور ورکړی چې د امنیت شورا پنځو اروپايي هیوادونو د تړلو دروازو تر شاه ددغې بیړنۍ غونډې وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره په بیت المقدس کې د نارامیو د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه.

سره له دې چې دا بیړنۍ غونډه د چین ، متحدو عربي اماراتو ، ایرلنډ ، ناروې او فرانسې له خوا بلل شوې وه خو چین او اماراتو له مشترکې اعلامیې سره یې د یوځای کیدو ډډه وکړه.

د ایرلنډ، فرانسې، استونیا، ناروې او البانیا په مشترکه اعلامیه کې راغلي دي چې" اړتیا ده چې په بیت المقدس کې تاوتریخوالي ډیر ژر پای ته ورسیږي. د ملکي کسانو د تلفاتو مخنیوی باید په لومړیتوب کې وي."

د امنیت شورا بیړنۍ غونډه د بیت المقدس د اقصی جومات شاوخوا له څو ورځنیو تاوتریخوالو وروسته ترسره شوه. په دې سیمه کې تاوتریخوالي کې ۱۷۰ کسان ټپيان شوي دي.

په غونډه کې همده راز ویل شوي‌ دي چې " ټولو دغو پنځو هیوادونو د دوشنبې په ورځ له غزې څخه د اسرایلو د جنوب په طرف د راکټي برید په ګډون، ټول تروریستي اعمال وغندل. هغه راکټ چې اسرائیلي چارواکي وایي په هوا کې له منځه یوړل شو".

د اسرائیلو جټ الوتکو ددغه راکټ په غبرګون کې د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۹ په غزه کې یو لړ اهداف په نښه کړل.

اسرائیلي چارواکي وایي چې په دغو بریدونو کې یې د حماس د وسلو د تولید یوه فابریکه له منځه وړې ده. خو تر اوسه ددغو بریدونو له امله دتلفاتو شمیر ندی روښانه شوی. دا له دریو میاشتو وروسته لومړی ځل دی چې اسرائیل او فلسطین د ثقیلو وسلو جګړه کوي.

بلخوا د منځني ختیځ لپاره د ملګرو ملتونو د سولي استازی تور ونزلنډ هم د پارونکو اقداماتو د دریدو غوښتنه کړې، هغه اقدامات چې د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د تاوتریخوالو د زیاتیدو لامل کیږي.

په وروستیو اوونیو کې فلسطینیانو په چړې د بیت المقدس په ختیځ او د اردن سیند په لودیځه غاړه کې څو بریدونه کړي او یو شمیر شکمن کسان د اسرائیلي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

اسوشیټد پرس خبري آژانس ویلي‌ دي چې د تیرو څو اوونیو تاوتریخوالو په نتیجه کې ۲۶ فلسطینیان په بیت المقدس کې د اسرائیلي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG