د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د جګړې د پټو معلوماتو شریکول؛ استرالیايي افشا کوونکی په زندان محکوم شو


د استرالیا پوځي مدافع وکیل ډیویډ برایډ
د استرالیا پوځي مدافع وکیل ډیویډ برایډ

د استرالیا د پوځ یو پخوانی مدافع وکیل له دې کبله په څه باندې پنځو کالونو بند محکوم شوی دی چې په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو د ممکنه جنګي جنایاتو په اړه یې خبریالانو ته محرم معلومات ورکړي وو.

دغه مدافع وکیل، چې ډیویډ مکبرایډ نومېږي، د غلا د تور په ګډون په دریو نورو قضیو کې هم تورن دی.

محکمې د استرالیا په مرکز سډني کې د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۴ (غويي۲۵) ۶۰کلن مکبرایډ په پنځو کالونو او اتو میاشتو بند محکوم کړ.

قاضي نوموړي ته امر وکړ چې باید دوه کاله او درې میاشتي خدمت وکړي چې بیا د حق الزحمې ترلاسه کولو وړ شي.

نوموړي قاضي ته وویل چې خبر نه د دغو معلوماتو په شریکولو قانون ماتېږي، خو قاضي یې دا دلیل ونه مانه. نوموړي د استرالیا د دولتي رسنۍ دریو خبریالانو ته تقریبآ ۲۰۰ پاڼې معلومات ورکړي وو.

په دغو اسنادو کې دا تورونه لګول شوي دي چې د استرالیا ځواکونو د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۱ کالونو ترمنځ په افغانستان کې د خپل ماموریت په مهال ۳۹ بې وسلې خلک وژلي چې ماشومان هم په کې وو.

د دغو راپورونو له خپرېدو وروسته د استرالیا پوځ تحقیق وکړ او د تحقیق په نتیجه کې یې وړاندیز وکړ چې د پوځ د ۱۹ پخوانیو او اوسنیو غړو څخه دې جنايي تحقیقات وشي.

استرالیا د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې افغانستان ته ۳۹۰۰۰ عسکر استولي وو چې ۴۱ یې ووژل شول. دوی د ارزوګان په ولایت کې دېره وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG