د لاس رسي وړ اتصالات

احمدي نژاد بیا ځان جمهوري ریاست ته کاندید کړ


د مهر خبري اژانس د احمدي نژاد له قوله ویلي چې گویا هغه خپل نوم د بقایي نه د ملاتړ په خاطر لیکلی دی
د مهر خبري اژانس د احمدي نژاد له قوله ویلي چې گویا هغه خپل نوم د بقایي نه د ملاتړ په خاطر لیکلی دی

د ایران پخواني جمهور رئیس محمود احمدي نژاد د خامنه یي د مخالفت سره سره د چارشنبې په ورځ خپل نوم د ایران د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته ولیکه، چې د می میاشت کې کیږي.

په داسې حال کې چې یو شمیر په انتخاباتو کې د ښاغلي احمدي نژاد گډون د هغه د یو بل متحد له کاندیدیدو څخه د ملاتړ په سترگه گوري، دغه اقدام همداشان د ایران د روحاني مشر ایات الله علي خامنه واک ته هم د یو چلنج په سترگه کتل کیږي ځکه هغه احمدي نژاد ته امر کړی و چې په انتخاباتو کې گډون ونه کړي.

د ایران د جمهوري ریاست انتخابات د می په ١٩ ترسره کیږي او د دوشنبې په ورځ ورته کاندیدل پیل شوي چې پنځه ورځې دوام کوي او وروسته بیا "شورای نگهبان" د کاندیدانو سیاسي او اسلامي صفات او صلاحیتونه څیړي.

جمهور رئیس حسن روحاني یو معتدل سیاستوال دی چې په ٢٠١٥ کې یې د نړۍ د قدرتمنو هیوادونو سره اتومي موافقه لاسلیک کړه او پر تهران باندې نړیوال مالي او سوداگریز بندیزونه رفع کړل، اټکل کیږي چې بیا به هم ځان کاندید کړي، خو د سخت دریځو له لورې چې د اوتمي موافقې مخالف دي، د سختې سیالۍ سره مخامخ دی.

ښاغلی احمدي نژاد چې د خپلې اته کلنې واکمنۍ په ترڅ کې یې په وار وار لویدیځه نړۍ په خپلو لفاظیو په غوسه کړې وه غواړي د برحاله جمهور رئیس حسن روحاني سره مقابله وکړي، خو تیر کال خامنه یي له هغه غوښتي وو چې بیا ځان کاندید نه کړي.

ایت الله خامنه یي چې د ایران د نظام د جوړښت په اړه وروستی تصمیم نیونکی دی، په تیر سپتامبر کې یې خبرداری ورکړ چې د ښاغلي احمدي نژاد کاندیدل ښایي هیواد ټوټه ټوټه او د ایران ملت ته تاوان ورسوي.

ښاغلي احمدي نژاد چې د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې یې د خامنه یي سره اختلاف درلود، د اکتوبر په میاشت کې په څرگنده وویل چې د رهبرۍ د مقام امر مني او بیا جمهوري ریاست ته ځان نه کاندیدوي، خو حمید بقایي یې چې د هغه یو سرسختې متحد او پخوانی مرستیال دی، انتخاباتو ته وهڅاوه.

ددې سره سره چې ښاغلي احمدی‌ نژاد پخپله انتخاباتو ته ولاړ دی د چارشنبې په ورځ یې د حمید بقایی ملتیا هم وکړه چې د کورنیو چارو په وزارت کې انتخاباتو ته خپل نوم ثبت کړي.

څیړونکي وایي چې ښاغلی احمدي نژاد د ښاغلي بقایي سره په یو وخت په نوم لیکنې سره د نگهبان شورا باندې فشار راوړي چې ونه شي کړای ښاغلی بقایي د کاندیدۍ له شرایطو نه محروم کړي. د نگهبان د شورا نیم غړي خامنه‌ یي ټاکلي دي.

د ایران د مهر خبري اژانس د احمدي نژاد له قوله ویلي چې گویا هغه خپل نوم د بقایي نه د ملاتړ په خاطر لیکلی دی.

XS
SM
MD
LG