د لاس رسي وړ اتصالات

سیاف: د مخالفو وسله والو ملاتړي له خپل صف وباسئ


استاد سیاف دمخه هم د افغان حکومت مخالفو وسله والو په وړاندې سخت دریځ نیولی وو او په افغانستان کې یې د هغوی جګړه ناروا بللې وه
استاد سیاف دمخه هم د افغان حکومت مخالفو وسله والو په وړاندې سخت دریځ نیولی وو او په افغانستان کې یې د هغوی جګړه ناروا بللې وه

د پخوانیو مجاهدینو یو مشر استاد عبدرب الرسول سیاف وایي د افغان حکومت مخالف وسله وال په افغانستان کې خپل تروریستي بریدونه په کابل کې له خپلو مرکزونو تنظیموي.

استاد سیاف نن د یکشنبې په ورځ د افغانستان د پخواني جمهوررئیس او د سولې د عالي شورا د پخواني رئیس برهان الدین رباني د څلورم تلین په مناسبت په کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل چې دې چمتو دی چې افغان حکومت ته ددغو مرکزونو ادرسونه ورکړي.

ښاغلي سیاف وویل "را دې شي او له ما څخه دې پوښتنه وکړي، که یې وویل چې دروغ وایي ، زه همدلته ستاسو په وړاندې ودریږم او پښیمانې څرګندوم ".

د پخوانیو مجاهدینو دغه مشر په افغان حکومت غږ وکړ چې هغوې چې د ښاغلي سیاف په وینا د افغان حکومت د مخالفو وسله والو سره خواخوږي لري باید له خپلو لیکو وشړي.

استاد سیاف وویل چې ترهغې چې د افغان حکومت د مخالفو وسله والو خواخوږي د افغان حکومت د ملاتړو له لیکو لرې نه شي، په مخالفانو باندې بری ترلاسه کول امکان نه لري.

ښاغلي سیاف وویل "دښمن تر زنې لاندې راته ناست دی، ترهغې چې دښمن دلته تصفیه نه کړو، لږ ترلږه له خپلو لیکو یې ونه باسو له ډیرو قوي او جدي ګواښونو سره به مخ شو ".

استاد سیاف وویل که چیرې د نږدې دوو لیسزو دمخه حالاتو په څیر بیا د افغان حکومت مخالف وسله وال د کابل دروازو ته راورسیږي یو جنګ به له داخل څخه د افغان حکومت د ملاتړو په خلاف هم پیل شي.

ښاغلي سیاف وویل "همدا اوس یو شمیر مزدور جنیاتکاران د ښار په دننه کې دومره مسلح دي چې که هر وخت فرصت مناسب وګڼي د ملت او نظام پر خلاف همدلته قیام کوي ".

استاد سیاف وویل دغسې کسانو ادرس ورسره دی او که حکومت وغواړي د هغوی ادرسونه ورکولی شي.

استاد عدرب الرسول سیاف پرته له دې چې د چا نوم واخلي وویل چې داسې یو څوک له نږدې پیژنې چې د افغان حکومت څخه تر دوو زرو ډالرو پورې د میاشتې معاش اخلي خو د افغان حکومت مخالفو وسله والو ته کار کوي.

هغه وویل چې دا سړی د تیرو لسو کالو راپه دیخوا په ټولو حکومتي غوڼدو کې یا په دوم او یا په دریم صف کې کښینې

د پخوانیو مجاهدینو دغه مشر وویل چې دغه سړي په یوه مرکه کې سیاف منافق بللی او ویلي دي چې ښاغلي سیاف خو د ملا عمر سر په توره و نه وهه خو که د طالبانو لاس ورسي نو انشاالله د سیاف سر به په توره ووهي.

ښاغلي سیاف وویل "منافق خو ته یې چې دانه دلته خورې او کرکر دلته کوی خو هکۍ د ای ایس ای د خسواو خشاکو په کوټه کې اچوی ".

استاد سیاف وویل چې دغه سړي په خپله مرکه کې ملاعمر ته د بعیت د نه مشروعیت په باب د دهپه څرګندونو خبرې کولی.

څو ورځې وړاندې استاد سیاف ویلي وو چې د استاد برهان الدین د مشرۍ په موجودیت کې په افغانستان کې بل مشرته د اسلام له اړخه مشروعیت جواز نه لري.

د استاد رباني د څلورم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني یو ویډیوي پیغام هم واورول شو .

جمهورئیس غني په خپل پیغام کې استاد برهان الدین رباني د افغانستان د اوسني نظام یو بنسټګرپه توګه یاد کړوې ویل چې استاد رباني په سوله ایزه توګه د واک په لیږد سره د افغانستان په معاصر تاریخ کې نوی باب پرانیست.

جمهورئیس غني وویل " استاد رباني د دوراندیشه سیاستمدار په حیث په دې نظر و چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټولو ته دې دا فرصت برابر شي چې د هیواد په برخلیک او اداره کې شریک واوسي. ده په عمل کې ثابته کړه چې د ولس رایې او نظر ته احترام لري. ده نه یوازې د اساسي قانون د لویې جرګې د غړي په توګه د اوسني اساسي قانون په جوړولو کې خپل تاریخي نقش ادا کړ، بلکې په ولسي جرګه کې یې د خلکو د نماینده په توګه کوښښ وکړ چې هیواد په مختلفو ساحو کې قوانین ولري او د هیواد چارې قانونمندې شي".

د افغانستان پخواني جمهوررئیس حامد کرزي په خپله وینا کې استاد رباني په افغانستان کې د سولې قرباني وګڼه وې ویل چې استاد رباني په افغانستان کې د سولې ټینګیدو په برخه کې یو حل ته ډیر نږدې شوی وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په خپو خبرو له افغان حکومت د خپل پلار او په تیرو څوارلس کلونو کې د نورو ډیرووژل شوو افغان سیاسي او پوځي مشرانو د دوسیو د بیا پلټنې غوښتنه وکړه.

استاد برهان الدین رباني څلورکاله وړاندې د یو ځانمرګي بریدکوونکي له خوا چې ځان یې د طالبانو له اړخه د سولې د پیغام راوړونکی معرفي کړې وو په خپل کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG