د لاس رسي وړ اتصالات

واک څخه تر لیرې کیدو وروسته عمران خان جلسې پیلوي


د پاکستان له واکه غورځول شوی صدراعظم عمران خان وایي راتلونکې چارشنبه په پیښور کې جلسه کوي او د ټول ولس څخه یې پکې د ګډون غوښتنه کړې.

ښاغلي خان دوشنبه اپریل ۱۱ (وري۲۲) په ټویټر کې په اردو او انګریزي ژبې په جلا جلا پیغامونو کې لیکلي چې د "بهرنیو دسیسو" پواسطه له واکه لیرې شوی.

۶۹ کلن عمران خان چې همدا تېره یکشنبه اپریل لسمه د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې ترې د باور رایه واخیستل شوه، بې واکه شو او پر ځای یې شهباز شریف نوی صدراعظم وټاکل شو. هغه په ټویټر کې لیکلي، "پاکستان د بهرنیو قدرتونو د ګوډاګي دولت په توګه نه بلکې د یو آزاد او خودمختار دولت په توګه جوړ شوی".

ښاغلي خان په ټویټر کې پخپلې رسمي پاڼې کې په یو بل پیغام کې لیکلي، " مونږ په سمدستي توګه د انتخاباتو کیدل غواړو ځکه دا یوازینۍ لار ده چې خلک کولی شي په آزادانه او عادلانه توګه پریکړه وکړي چې څوک خپل صدراعظم ټاکي".

دا لومړی ځل ندی چې د کرکټ دا پخوانی لوبغاړی په هیواد کې د نویو انتخاباتتو غوښتونه کوي. وړاندې تر دې چې د سیاسي مخالفینو لخوا په ملي اسامبلې کې د نه باور د رای ګیرۍ له مخې له واکه لیرې شي، عمران خان د هیواد د جمهور رئیس څخه وغوښتل چې پارلمان منحل او د نویو انتخاباتو لپاره نیټه اعلان کړي چې همداسې وشول.

خو وروسته د پاکستان سترې محکمې نه یوازې د پارلمان منحل کول بلکې د ملي اسامبلې لخوا د نه باور د رای ګیرۍ مخه نیول غیرې قانوني وبلل او حکم یې صادر کړ چې د اپریل په ۹مه باید ملي اسامبله غونډه وکړي او د نه باور رای ګیري وشي.

د ۱۹۴۷ کال راپدیخوا چې پاکستان آزاد شوی، تر اوسه هیڅ یو صدراعظم پکې خپله پنځه کلنه واکمني نده پوره کړې او عمران خان د دې هیواد لومړنی صدراعظم شو چې د عدم اعتماد د رای ګیرۍ پر اساس د واکه لیرې کیږي.

ښاغلي خان د مخالفتونو له کبله دا رایه اچوونه ځنډول شوې وه، خو دوو سرچېنو رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د پوځ له مشر جاوید قمر باجوه سره د عمران خان له ملاقات وروسته په پارلمان کې رایه اچوونه وشوه.

XS
SM
MD
LG