د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۸مه (لړم شپږمه) د دغه هېواد په پلازمینه اسلام اباد کې یو "اوږد لاریون" پیل کړ او د مخکې له وخته انتخاباتو غوښتنه یې وکړه.
د عمران خان دغه اقدام د پاکستان پر اوسني حکومت چې لا دمخه د ویجاړونکو سیلابونو په ګډون له اقتصادي بحران او طبیعي پیښو سره لاس او ګریوان دی، فشار نور هم ورزیات کړ.
د کرکټ دغه پخوانی ستوری چې د روان کال په اپریل میاشت کې د پاکستان د پارلمان له خوا د نه باور د رای په نتیجه کې د صدراعظمۍ له څوکۍ لیرې کړای شو، په ټول پاکستان کې پراخې مظاهرې پیل کړي او په هیواد کې یې د وخت دمخه انتخاباتو د ترسره کیدو غوښتنه کړې ده.
تمه ده چې په زرگونو کسان به د هغه کاروان سره یوځای شي چې په راتلونکې اوونۍ کې به له لاهور ښار څخه اسلام اباد ته ولاړ شي. د دغو دوو ښارونو، لاهور او اسلام اباد ترمنځ واټن ۳۸۰ کیلومتره دی. مظاهره کوونکي به لاریونونه وکړي ترڅو نور اعتراض کوونکي ورسره یوځای شي.
۳۶ کلن محمد مظهر، چې د جمعې په ورځ لاهور ته په مظاهرو کې د ګډون لپاره راغلی و، وویل "موږ غواړو چې هیواد د لوټمارانو او غلو څخه خلاص کړو څوک چې غواړي د خپلو شخصي ګټو لپاره د هیواد پیسې واخلي."
هغه دا هم وویل چې "موږ د هیواد ژغورلو او سیستم بدلولو ته اړتیا لرو. زه د عمران خان ملاتړ کوم."
د پاکستان حکومت لا دمخه په اسلام اباد کې سخت امنیتي تدابیر نیولي او په لویو لارو کې یې په سلګونو کانټینرونه د مظاهره چیانو او په حکومتي دفترونو د هغوی د بریدونو د مخنیوي لپاره ځای پر ځای کړي دي.
تر دې وړاندې د روان کال په مې میاشت کې هم په ورته مظاهرو کې د عمران خان او د پاکستان د اوسني حکومت د پلویانو ترمنځ نښتې شوې وې.
دا مظاهرې په داسې حال کې پیلیږي چې د دغه هیواد واکمن ایتلافي حکومت د اقتصادي بحران سربیره د ویجاړونکو سیلابونو له امله له ستونزو سره مخامخ دی چې د هیواد یو پر دریمه برخه یې اغیزمنه کړې ده. د پاکستان حکومت ویلي، وروستیو سېلابونو دغه هېواد ته ۳۰ میلیارده ډالره اقتصادي زیان اړولی دی.
د مخکې له وخته انتخاباتو لپاره د عمران خان د ټینګار سره سره د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان اوسنی حکومت ویلي دي چې پارلماني ټاکنې به د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر یا نومبر کې ترسره کړي.
عمران خان په ۲۰۱۸ کال کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د پلان په طرحه کولو سره د خپل هېواد صدراعظم شو، خو مخکې له دې چې خپله دوره بشپړه کړي، د دغه هېواد پارلمان هغه د نه باور رایې له لارې بې صلاحیته کړ او د صدراعظمۍ له څوکۍ یې لرې کړ.
پاکستان د خپل تاسیس له پیل راهیسې له سیاسي کړکېچونه تجربه کړي او د دغه هېواد په ۷۵ کلن تاریخ کې هېڅ صدراعظم نه دی توانېدلی چې د خپلې صدراعظمۍ دوره بشپړه کړي.