د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان له وخته مخکې ټاکنو په هدف،  اسلام آباد کې پراخ لاریون کوي


د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۵ (لړم دریمه) اعلان کړ چې غواړي له وخته مخکې ټاکنو په هدف پراخ لاریون ترسره کړي.

ټاکل شوېده دغه لاریون د راتلونکې جمعې په ورځ د عمران خان او د هغه د پلویانو له خوا د پاکستان له لاهور ښار څخه پیل بیا د پلازمینې اسلام آباد پورې وغځیږي.

د خان پلویانو تیره اونۍ هم وروسته له هغه ورته لاریون وکړ چې د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون په غیر قانوني ډول د بهرنیو څیرو او هیوادونو د مشرانو د ډالیو د خرڅولو له امله نوموړی له پارلماني څوکۍ څخه لیرې کړ.

عمران خان د سه شنبې په ماښام په لاهور ښار کې یو خبري کنفرانس ته وویل:" ما پریکړه کړې چې د جمعې په ورځ یوولس بجې د لاهور د آزادۍ چوک Liberty Square" " څخه تر اسلام آباد پورې اوږد لاریون ترسره کړم."

د پاکستان ددغو دوو ښارونو ترمنځ فاصله ۳۸۰ کیلومتره ده.

عمران خان له خپلو ملاتړو او د ګوند له غړو وغوښټل چې باید له تاوتریخوالو څخه ډډه وکړي. "زه لاریون کوم څو په حکومت فشار واچوم چې ډیر ژر ټاکنې اعلان کړي."

له هغه وخته چې عمران خان د روان کال په اپریل میاشت کې د پارلمان له خوا د عدم اعتماد رایې په نتیجه کې له خپل مقام څخه ګوښه کړای شو، هغه د پاکستان په بیلابیلو برخو کې لاریونونه کړي او له وخته مخکې ټاکنو د ترسره کیدو غوښتنه یې کړې ده، خو د هغه هیواد حکومت وایي چې ټاکنې به د مهال ویش سره سم، د راتلونکې کال په اکټوبر یا هم نومبر میاشت کې ترسره شي.

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان د جمعې په ورځ ددې هیواد د انتخاباتو د کمیسیون د یو حکم په بنسټ د پنځو کلونو لپاره سیاسي څوکۍ ته له کاندید کیدو څخه بې برخې شو.

دا پریکړه د پاکستان په سیاسي کړکیچ کې وروستۍ پیچلتیا ده چې حتی په اپریل میاشت کې د ښاغلي خان د ګوښه کولو د مخه پیل شوی ده. دا قانوني مبارزه د نړیوال کرکټ د پخوانی ستوري او د هغه د پاکستان تحریک انصاف (PTI) ګوند لخوا د څو قانوني مبارزو له جملې څخه ده.

د عمران خان په لسګونو پلویانو پر هغو موټرو بریدونه کړي چې د حکم له صادریدو وروسته د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د مرکزي دفتر څخه وتل او پولیسو د ښاغلي خان یو امنیتي ساتونکی وروسته له هغه ونیو چې هغه په ځمکه ډزې وکړې.

XS
SM
MD
LG