د لاس رسي وړ اتصالات

اکثریت افغانې ښځې ډیجیټلي ازادي هم نلري- سروې


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د طالبانو د حکومت له لوري د ښځو او نجونو په زده کړو له محدودیت لګولو وروسته ځینو تعلیمي ادارو انلاین درسونه پیل کړي چې له زده کړو پاتې نشي.

په دغو تعلیمي ادارو کې د امریکا د «University of the People » او په بریتانیا کې د « Future Learn» پوهنتونونه هم شامل دي چې په افغانستان کې دننه نجونو او ښځو ته له لېرې واټن څخه د زده کړو فرصتونه برابروي.

دوی ویلي دي چې زرګونه غوښتنلیکونه ورته رسېدلي دي، مګر د انټرنټ نلرل دغې ډیجیټلې نړۍ ته د افغان ښځو او نجونو ورتګ محدود کړی دی.

د ګالوپ د ۲۰۲۲ کال د نظر پوښتنې په اساس، په افغانستان کې ۱۵ سلنه ښځو ویلي چې انټرنټ لري او دا فیصدي له ۲۰۱۶ راپدیخوا په خپل حال ده.

د برېښنا او معلوماتي تکنالوژۍ د اساساتو او بنسټونو د کموالي له کبله انټرنټ ته د افغانانو لاسرسی محدودی دی او د ځینو ټولنیزو محدودیتونو موجودیت ته په کتو داسې برېښي چې انټرنټي خدمتونه هم د نارینه وو لاس ته پریوتي.

د نظر پوښتنې په اساس، په ۲۰۲۲ کال کې ۲۵ فیصده نارینه وو انټرنټ لره، خو په ښځو کې بیا دا فیصدي ۶ وه.

په افغانستان کې له ۲۰۱۹ راپدیخوا د ګالوپ نظر پوښتنه دا مسئله روښانه کوي چې ښځې دقیقآ د افغانستان په کومو سیمو کې نسبتا ډېر انټرنټ لري او یا انټرنټ ته لاسرسی لري.

د نظر پوښتنې له مخې، هغه ښځې چې په لویو ښارونو یا ښارونو ته نژدې سیمو کې اوسېږي، په کلیو او بانډو کې د مېشتو ښځو په پرتله، انټرنټ ته ډېر لاسرسی لري—ښار مېشتې ۹ فیصده او کلیو کې مېشتې ۲ فیصده.

د افغانستان په لویدیځو ولایتونو کې ښځو د نورو زونونو په پرتله انټرنټ ته ډېر لاسرسی لري. په لویدیځ زون کې ۱۱ فیصده او په نورو زونونو کې ۶ فیصده.

د لویدیځ د نورو ولایتونو په پرتله، ښځې په هرات کې بیا انټرنټ ته ډېر لاسرسی لري چې ۱۵ فیصده بلل کېږي. په کابل کې، چې د افغانستان مرکز او لوی ښار دی، ۳ فیصده ښځو ویلي چې انټرنټ لري.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو مخکې هم په دغه هېواد کې د بې وزلۍ او تکنالوژۍ د تاسیساتو د کموالي له کبله یو شمېر محدودو خلکو انټرنټ ته لاسرسی لره.

خو په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، انټرنټي خدمتونو نور هم محدود شول، ځکه چې دغې ډلې په ځینو سیمو کې د خپلو مخالفانو د ځپلو لپاره انټرنټي خدمتونه محدود او ځینې ویبسایټونه یې وتړل.

طالبانو د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو په تعلیم، کار، سیاسي، ‌اقتصادي او ټولنیز مشارکت بندیزونه ولګول او نور محدودیتونه یې هم وضع کړل. نړیوالې ټولنې د طالبانو دا پرېکړې غندلې او له هغوی څخه غواړي چې افغان نجونو او ښځو ته دې اساسي‌حقوق ورکړي.

طالبان ادعا کوي چې د «شرعیت او افغان فرهنګ په چوکاټ کې» د ښځو حقوقو ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG