د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د امریکا پر اډو د ایران د برید احتمال کم دی: شنونکي


وروسته له هغه چې ایران نن چهار شنبه د ( جنوري ۸ مه ) په عراق کې د امریکا پر دوو مرکزونو راکټي برید وکړ، یو شمیر امریکايي کارپوهان وايي په افغانستان کې د امریکا پر مرکزونو د ایران د برید احتمال ډیر کم دی.

د امنیتي چارو شنونکې ربیکا زمرمن امریکا غږ ته وویل ددې احتمال ډیر کم دی چې د ایران حکومت دې مستقیما په افغانستان کې د امریکا پر مراکزو بریدونه وکړي.

هغې وویل، که څه هم د مستقیم برید امکان ډیر کم دی خو یاد هیواد کولای شي پر طالبانو فشار راوړي څو د سولې روانې خبري مختل کړي.

د چارو دغې امریکايې شنونکي زیاته کړه ددې امکان شته چې د فاطمیون جنګیالي افغانستان ته ولاړ شي او افغان او امریکايي ځواکونو ته مشکلات رامنځ ته کړي.

د ربیکا زمرمن په وینا، امریکا اوس هم افغانستان ته ډیره پاملرنه لري ځکه هلته یې دیر پوځیان ځای پرځای دي.

د چارو بل شنونکی مایکل کوګلمن وايي ددې امکان شته چې ایران په افغانستان کې د طالبانو په ګدون د خپلو لاسپوڅو په مرسته پر امریکايي ځواکونو برید وکړي.

ښاغلي کوګلمن زیاته کړه، ایران له ډیر وخت راهیسې طالبانو ته پرمختللي وسلې برابرې کړي دي، خو هغه وویل که طالبان او امریکا د سولې په خبرو کې هوکړه وکړي نو دا به ایران ته مشکله وي چې پر امریکايي ځواکونو برید وکړي.

نوموړي وویل کابل او اسلام آباد هر څومره چې امکان ولري باید د ایران او امریکا له جنجال څخه ځانونه لري وساتي.

د ایران او امریکا ترمنځ تاوتریخوالي وروسته له هغه زیات شول چې امریکايي ځواکونو تیره جمعه د ایران د قدس ځواکونو قومندان جنرال قاسم سلیماني په بغداد کې په نښه کړ.

ایران د غچ اخیستلو ژمنه وکړه او د جنوري په اتمه نیټه یې په عراق کې د امریکا په دوو اډو د مزایلو بریدونه وکړل خو امریکايي چارواکي وايي دې بریدونو ځاني تلفات نه درلود.

XS
SM
MD
LG