د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیا: ایران دې بیا داسې "خطرناک بریدونه" نه تکراروي


د برتانیا صدراعظم په پارلمان کې وویل چې ایران باید
جنجال کم کړي
د برتانیا صدراعظم په پارلمان کې وویل چې ایران باید جنجال کم کړي

د برتانیا صدراعظم بوریس جانسن پر ایران غږ کړی دی چې بیا دې په عراق کې د متحدو ایالتونو او ایتلاف ځواکونو پر اډو بریدونه تکرار نکړي.

ښاغلي جانسن د چهارشنبې په ورځ (جنوري۸) د برتانیا پارلمان ته وویل: "ایران باید دا ډول خطرناک او بي مسولیته بریدونه بیا تکرار نکړي او باید ژر تر ژره دې د شخړې د کمولو لارې چارې ولټوي."

د برتانیا صدراعظم دا څرګندونې په عراق کې د امریکا او ایتلافي ځواکونو پر پوځي اډو د ایران د بلاستیکي میزایلو له بریدونو څو ساعته وروسته وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په خپل ټویټر کې ولیکل چې ایران د "ځان د دفاع" او قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني د وژلو په غچ کې پر هغو ځایونو بریدونه کړي چې د سلیماني د وژلو په برید کې ترې کار اخیستل شوی دی.

هغه دا هم لیکلي دي چې "ایران جګړه نغواړي".

ولسمشر ټرمپ له دغو بریدونو لږه شېبه وروسته په خپل ټویټر کې ولیکل: "هر څه سم دي. اروزنه پیل شوې او زه به ژر" په دې اړه خبرې وکړم.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسول جوزیف بورل د ایران د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي دي چې دا د "شخړې او جګړې" د زیاتوالي یوه بله نښه ده.

د عراق حکومت ویلي دي چې ایران د امریکايي ځواکونو پر پوځي اډو د برید په اړه بغداد ته له مخکې خبر ورکړی و.

په همدې حال کې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړی دی که احیانآ هېواد یې د بل غلیم هېواد تر برید لاندې راغی، " ویجاړوونکی ځواب" به ورکړي.

اسرائیل له ایران سره له ډېر پخوا تربګني لري او په منځني ختیځ کې د امریکا مهم ملګری بلل کیږي.

امریکايي ځواکونو د جمعې په ورځ د ایران د قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني وواژه. امریکايي چارواکي هغه یو لوی ترهګر بولي او د امریکایانو په وژلو یې تورنوي.

له دغه برید وروسته د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې خورا خرابې شوي دي.

XS
SM
MD
LG