د لاس رسي وړ اتصالات

جلال اباد ښار کې پر افغان سرتېرو ځانمرګی برید شوی


د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، نن تر ماسپښین وروسته د جلال اباد ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې د ملي امنیت پر 'صفر ۲' قطعې ځانمرګی برید شوی، چې په کې د ملکي وګړو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې دغه ځانمرګی برید نن له غرمې وروسته دوه بجې شوی دی.

ښاغلي خوږیاڼي وویل، چې دغه پېښه کې د صفر دو ځانګړو ځواکونو درې منسوبین وژل شوي او شپږ ټپیان دي.
نوموړی وايي پېښه کې دوه ملکیان هم وژل شوي او دولس نور ټپیان دي چې په ټپیانو کې ماشومان هم شته دی.

خو د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ظاهر عادل امریکا غږ ته وویل، چې له دغې پېښې ورته یو جسد او پنځلس ټپیان وروړل شوي چې ټول ملکیان دي او ماشومان هم پکې شته دی.

هغه وویل په ټپیانو کې له نمايي ‌‌‌‌‌‌ډېر یې تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي او د پاتې ټپیانو روغتیآیی وضعیت هم ښه دی.

ختیځ زون کې د پوځ قومانداني وايي برید له زرنج موټر څخه په استفادې سره شوی دی.

طالبانو ددغې پېښې مسولیت په غاړه اخیستی دی.

هغه وویل چې اوس سیمه کلابنده ده.

د پېښې یو عیني شاهد امریکا غږ ته وویل چې چاودنه د ننګرهار هوايي میدان ته څېرمه شوې او یو سوځېدلی رنجر یې لیدلی دی.

د یادونې وړ ده، چې د تېرې جمعې په ورځ هم د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د جمعې لمانځه پرمهال جومات کې چاودنه شوې وه، چې د چارواکو په وینا ۷۳ تنه په کې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG