د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې د ماین یوې چاودنې شپږ ملکیان ووژل


د انار درې ولسوالي له ایران سره هم سرحد لري
د انار درې ولسوالي له ایران سره هم سرحد لري

د فراه د امنیتې قومنداني وايي د سړک غاړې یو ماین پر یو موټر چاودلی دی او شپږ ملکي کسان یې وژلي دي.

د قومندانۍ ویاند محب الله محب وایي چې پېښه د یکشنبې په ورځ (سپمتبر۱) د فراه د اناردرې په ولسوالۍ کې شوې ده.

وايي په وژل شویو کې یوه مېرمن، درې ماشومان او دوه زلمیان شامل دي چې د انار درې ولسوالۍ د امنیې قومندان د کورنۍ غړي دي.

د امنیې قومندان ویاند ادعا کوي چې ماین طالبان اېښي دی. خو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

اناردره د فراه یو نا امنه ولسوالي بلل کیږي چې د هرات د شینډنډ سره نژدې ده او همدغه راز ایران سره هم سرحد لري.

XS
SM
MD
LG