د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ته د ازبکستان د وارداتي‌ برېښنا پایې الوځول شوې


په دې وروستیو کې د کابل په شمال کې د ازبکستان د وارداتي برېښنا پر پایو باندې چاودنې زیاتې شوې دي
په دې وروستیو کې د کابل په شمال کې د ازبکستان د وارداتي برېښنا پر پایو باندې چاودنې زیاتې شوې دي

د پروان سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ازبکستان د وارداتي برېښنا دوه پایې په بمونو الوځول شوي او ډېر زیانمنې شوې.

د پروان د برېښنا رئیس روحالله ساجد د جمعې په ورځ د مۍ ۱۴ (غويي ۲۴) خبریالانو ته وویل چې نامعلومو کسانو د چاریکار ښار په جنګل باغ سیمه کې د برېښنا په دوو پایو کې ۱۴ ماینونه ځای پر ځای کړي وو چې له دې شمېرې اتو یې چاودنه کړې ده.

خو ښاغلي ساجد زیاته کړه چې د دغو چاودنو له امله له کابل او ولایتونو سره د وارداتي برېښنا مزي پرې شوي نه دي.

هغه وویل چې پولیسو په سیمه کې پاتې شپږ ماینونه شنډ کړي دي. ښاغلي ساجد ټینګار وکړ چې د برېښنا فني ډله د پېښې ځای ته رسېدلې او د پایو په بېرته جوړولو باندې یې کار پیل کړی دی.

په دې وروستیو کې د کابل په شمالي سیمو کې د ازبکستان د وارداتي برېښنا پر پایو باندې چاودنې زیاتې شوې دي او د کابل په میربچه کوټ او کلکان ولسوالیو کې د دغو چاودنو له امله د برېښنا څو پایې هم تخریب شوي دي.

د افغانستان د برېښنا شرکت له دې وړاندې ویلي وو چې د ازبکستان د وارداتي برېښنا مزي یې په موقته توګه تړلي دي ترڅو د کابل او ګاونډیو ولایتونو اوسېدونکو ته برېښنا ورسېږي. دغه شرکت همداشان ویلي چې د تخریب شویو پایو د بېرته رغولو لپاره کار په چټکۍ دوام لري.

تراوسه د دغو پېښو مسولیت کوم چا یا ډلې منلی نه دی.

د افغانستان د برېښنا لویه برخه له ازبکستان او تاجکستان څخه واردېږي چې مزي یې د دغه هېواد له شمالي ولایتونو څخه تېر شوي او د کابل په ګډون یو شمیر نورو ولایتونو ته غځېدلي دي.

XS
SM
MD
LG