د لاس رسي وړ اتصالات

د شاه او عروس د اوبو بند ولې نه پرانیستل کیږي؟

افغانستان کې د اوبو د مدیریت په برخې کې د لږ تر لږه د ۱۳ بندونو د جوړېدو کار روان دی.
افغانستان کې د اوبو د مدیریت په برخې کې د لږ تر لږه د ۱۳ بندونو د جوړېدو کار روان دی.

که څه هم د افغانستان حکومت له دې مخکې ژمنه کړې وه چې د روان کال په وري میاشت کې به د شاه او عروس د اوبو بند د اوبو زېرمه کولو چارې پیل شي خو لا هم دغه بند ګټې اخیستنې ته نه دی سپارل شوی.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وايي د شاه او عروس د اوبو د بند د جوړولو چارې بشپړې شوي او په نیږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وايي چې د بند راچاپېرې ځمکې د استملاک، امنیتي ستونزو او د جوړوونکو شرکتونو د تړونونو د ځینو شرایطو نه تطبیقولو د دغه بند کار ځنډولی و.

نظام خپلواک د یادې ادارې ویاند په دې اړه نن شنبه اپرېل ۲۴ (غويی۴) امریکا غږ ته وویل: "لویې پروژې وخت ته اړتیا لري. ستونزې شته خو بند به په راتلونکو اونیو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي."

د شاه او عروس بند د جوړولو کار نهه کاله مخکې پیل شوی و. په هغه وخت کې خلکو ته ویل شوي وو چې د یاد بند د جوړېدو چارې به په دوه کلونو کې بشپړې شي.

د شاه او عروس بند د ۵۳ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت جوړیږي چې د معلوماتو پر بنسټ هر کال به کابل ولایت شاوخوا پنځه میلیون وګړو ته د څښاک اوبه برابروي.

چارواکي وايي چې د شاه و عروس د بند ۹،۳ میلیون متر مکعب اوبه زېرمه کوي او کولی شي یو نیم میګاواټه برېښنا تولید کړي.

افغانستان کې د اوبو د مدیریت په برخې کې د لږ تر لږه د ۱۳ بندونو د جوړېدو کار روان دی.

یوه میاشت مخکې د افغانستان ولسمشر نیمروز ولایت کې د کمال خان بند پرانیسه. محمد اشرف غني په خپلو څرګندولو کې وویل چې له دې وروسته به بل هېواد ته وړیا اوبه ورنکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG