د لاس رسي وړ اتصالات

دایکندي کې د سوختوک بند د برېښنا د ویش لړۍ پیل شوه


په دایکندي ولایت کې د سوختوک د برېښنا بند د جوړولو د کار له بشپړېدو وروسته د دغه ولایت مرکز نیلي ښار ته د برېښنا د ورکولو لړۍ پیل شوه.

د دایکندي د والي مرستیال محمدعلي ارزګاني امریکا غږ ته وویل چې ددغه بند د جوړولو کار، د برېښنا رسولو د شبکې جوړول او د اوبو د زیرمې کولو پړاونو اوه کاله وخت ونیو او په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل.

ښاغلي ارزګاني زیاته کړه: "اوس په امتحاني توګه د سوختوک برېښنا، ښار ته د برېښنا رسونې له شبکې سره نښلول شوې ده او ټاکل شوې دوه زره کورنۍ ترې برخمنې شي".

د سوختوک د برېښنا بند د جوړولو کار شاوخوا اوه کاله مخکې پیل شو. دغه بند د دایکندي د مرکز نیلي ښار په نهه کیلومترۍ کې د لزیر په سیند جوړ شوی دی.

د دایکندي د برېښنا شرکت چارواکي وايي چې د سوختوک بند د دغه شرکت په بودجې جوړ شوی او ورباندې ۴.۹ میلیون ډالره لګښت راغلی دی.

دغه بند د ۷۰۰ کیلو واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري خو د دایکندي د برېښنا شرکت امر علي جان مصدق وویل چې اوس ددغه بند د ۳۵۰ کیلو واټه برېښنا څخه په امتحاني توګه استفاده کېږي.

هغه زیاته کړه: "اوس د نیلي ښار مرکز د دغه بند له ډاډمنې او دوامدارې برېښنا څخه استفاده کوي او د ښار د برېښنا رسولو شبکه هم جوړه شوې ده".

ښاغي مصدق وویل چې ژر به یو تخنیکي پلاوی دغه بند بررسي کړي او له هغې وروسته به په رسمي توګه پرانیستل شي.

د دغه بند یو کلیوواټ برېښنا په ۳۱.۵ افغانیو پلورل کېږي چې د دایکندي د اوسېدونکو په وینا ټاکل شوې بیه خورا لوړه ده او باید راټیټه شي.

د افغانستان د برېښنا شرکت ویلي چې په دغه هېواد کې د برېښنا د بیې یوشان کولو طرحې په جوړولو باندې کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به په ټولو ولایتونو کې خلکو ته په یو نرخ د برېښنا خدمات وړاندې شي.

XS
SM
MD
LG