د لاس رسي وړ اتصالات

امنیت شورا: طالبانو زموږ توقعات نه دي پوره کړي


تصویر د نننۍ غونډې نه دی. له ارشیف څخه اخیستل شو
تصویر د نننۍ غونډې نه دی. له ارشیف څخه اخیستل شو

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن پنجشنبه مارچ ۱۶ (کب۲۵) په پرېکړه لیک کې د افغانستان د حاکمیت، استقلالیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یوالي په اړه خپل قوي تعهد بیا تازه کړ.

د امنیت شورا په خپل «۲۶۷۹» پرېکړه لیک کې له افغانانو سره د مرستو، په افغانستان کې د سولې، ثبات او سوکالۍ په برخو کې د خپلو همکاریو په دوام ټېنګار کړی دی.

د امنیت شورا په همدغه ورځ په افغانستان کې د یوناما ماموریت هم د یو بل کال لپاره تمدید کړ او د افغانستان وضعیت ته په کتو یې دا ماموریت تر بل هر وخت اوس ډېر مهم او حیاتي وګاڼه.

خو ملګرو ملتونو په خپل پرېکړه لیک کې دا اندېښنه هم څرګنده کړې ده چې د طالبانو څخه یې چې کومې هیلې وې، په دې برخه کې کم پرمختګ شوی دی.

په پرېکړه لیک کې راغلي ‌دي: «امنیت شورا له طالبانو لخوا د دوي د توقعاتو پوره کېدو کې د کم پرمختګ په اړه اندېښنه څرګندوي، د ښځو د متوازن، بشپړ او با مفهوم مشارکت او د ښځو، ماشومانو، اقلیتونو او اسیب پذیره خلکو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته د درناوي په ارزښت ټېنګار کوي.»

په پرېکړه لیک کې په مشخص ډول نه دي ویل شوي چې د امنیت شورا په افغانستان کې له واکمنو طالبانو څخه مشخصآ کومې هیلې لرلې، مګر ملګري ملتونه تل ټېنګار کوي چې باید طالبان د ښځو او نجونو په زده کړو، کار او نور مشارکت باندې بندیزونه لېرې کړي، همه شمول حکومت جوړ کړي او پرېنږدي چې له افغانستان څخه د نورو هېوادونو په ضد استفاده وشي.

طالبان وايي د «شریعت او افغاني فرهنګ» په اساس ښځو ته د کار او تعلیم اجازه ورکوي او نه پرېږدي د افغانستان له خاورې څخه نورو ته زیان ورسېږي.

د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې د دغه سازمان د منشور په اساس،‌ د ملګرو ملتونو له عمومي منشي څخه غوښتنه شوې چې د افغان سیاستوالو او شریکانو، اړوندو مقاماتو، افغان ښځو، مدنې ټولنو او د سیمه ایزې او نړیوالې ټولنې سره له مشورو وروسته یوه خپلواکه او بشپړه ارزونه وکړي او دا ارزونه دې د ۲۰۲۳ د نومبر تر ۱۷ نېټې پورې دې د امنیت شورا ته وسپاري.

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان باندې حاکم شول او په ښځو او نجونو یې د سختو بندیزونو د لګولو تر څنګ، په خپلې ادارې کې یې ټول د خپل «امارت ملایان او مولویان» ګمارلي، یوه ښځه یې په کابینه کې نشته او نړیواله ټولنه یې هم ټولشموله نه بولي.

تر دې دمه د ملګرو ملتونو په ګډون هېڅ یو هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG