د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د محکمې له حکم پرته وژنې زیاتې شوي- راپور 


د بشري‌حقونو عالي‌کمېشنري‌وايي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د محکمې له حکم پرته وژنې زیاتې شوې
د بشري‌حقونو عالي‌کمېشنري‌وايي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د محکمې له حکم پرته وژنې زیاتې شوې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي‌ کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په دغه هېواد کې ولسي تلفات او جنګ جګړې کمې شوي، خو د ډېرو افغانانو لپاره د بشري‌ حقونو وضعیت خراب شوی.

د بشري حقونو عالي‌ کمېشنرې مېشل بچلټ د افغانستان په اړه خپل راپور تېره ورځ دوشنبه مارچ اوومه (کب۱۶) د ملګرو ملتونو سازمان ته وسپاره.

په راپور کې ویل شوي دي چې د طالبانوله واکمنۍ له پیل سره د محکمې له حکم پرته د مخکني حکومت د قاضیانو، ښځینه قانونپوهانو او وکیلانو او نورو کارکوونکو وژل هماغسې چټک روان دي.

راپور زیاتوي چې طالبان خلکو ته د یو ګواښ په سترګه ګوري او د مطبوعاتو کارکوونکي، بشري حقونو مدافعان وژل شوي، نیول شوي او یا تري ‌تم شوي ‌دي.

طالبانو هغه ښځې هم نیولې او توقیف کړې دي چې په کابل کې یې د خپلو حقونو لپاره مظاهره کړې وه. په تازه پېښه کې یې د ښځو د حقونو یوه بله فعاله ندیمه نور چې په پتېنګړه کاکۍ هم مشهوره ده نیولې. ویل کېږي چې دا مهال شاوخوا ۲۰ ښځې د طالبانو په توقیف کې دي.

اقتصادي سقوط

مېرمن بچلیټ وايي چې افغانان له یو بد بشري او اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دي، « د طالبانو له واکمنۍ وروسته په طالبانو باندې پخواني بندیزونه د دغه هېواد په رسمیت د نه پېژندل شویو واکمنانو باندې عملي شوي. او په پایله کې د نقدو پېسو بحران په بشپړ ډول د اقتصادي سقوط سره مرسته کړې.»

نوموړې په خپل راپور کې ویلي دي چې د اقتصادي‌کړکیچ له کبله د افغانستان شاوخوا ۲۰ میلیون خلک له فقر او بې وزلۍ سره مخامخ شوي چې ورسره په ماشومانو درانده کارونه او د هغوی واده کول هم زیات شوي دي.

د ښځو حقونه

مېرمن بچلیت وویل چې په رسمیت د نه پېژندل شویو واکمنانو [طالبانو] اقداماتو د ښځو اساسي‌ حقونه او ازادي محدود کړې.

هغې وویل: « د ۲۰۲۱ د اګست راپدیخوا د اقتصادي بحران له کبله او په رسمیت نه پېژندل شویو حاکمانو له لوري ښځې په لویه پیمانه له کارونو څخه اېستل شوي‌ دي. د ښځو د حفاظت د ډېرو ځایونو په تړل کېدو سره ښځې له خطر سره مخامخ شوي‌ دي. د جنسیت په اساس د تاوتریخوالي د قضیو د څېړلو په اړه جوړ شوی عدلي‌ سیستم هم غیر فعال دی.»

په همدې حال کې په ژینیوا کې د افغانستان سفیر [اسلامي‌ جمهوریت] نصیر احمد اندېشه وايي چې هېواد یې له جدي بحران سره مخامخ دی. هغه وویل: « د افغانستان پرېښودل او د اګست په ۱۵ نېټه د طالبانو په واکمنېدو سره افغانستان د حقونو او ازادۍ له پلوه په چټکۍ سره مخ په ځوړ او شا ته روان دی.»

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵مه کابل ته داخل شول، خپل حکومت یې اعلان کړ چې یوه ښځه هم په کې نه وه او د یوې محدودې استثنا پرته یې ټولې ښځې له کارونو او دفترونو ته له تګ څخه بندې کړې. طالبان وايي چې دوی د «شرعیت په چوکاټ» کې ښځو ته ازادي ورکوي.

XS
SM
MD
LG