د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان پوهنتونو نصاب کي سخت دریځۍ ته تمایل لیدل کیږي ـ راپور


په افغانستان کې په دولتي پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت په نوم مضمونونه هم تدریس کیږي.
په افغانستان کې په دولتي پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت په نوم مضمونونه هم تدریس کیږي.

د افغانستان د پوهنتونونو په درسي متنونو کې د سیاسي اسلامي نظام په اړه یوه څیړنه ښيي، چې په دغو درسی متنونو کې په یو ډول سخت دریځۍ ته محصلین هڅول کیږي.

د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو انستیتوت د کابل، هرات او ننګرهار په پوهنتونونو کې د پوښتونو او استادانو سره د مخامخ مرکو په اساس یوه څیړنه کړې ، چې پایلې یې نن د پنجشنبې په ورځ ( وري ۱۵ مه) په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې د خبریالانو سره شریکې شوې.

د دغې څیړنې موندنې ښيي، چې د سیاسي اسلامي نظام په اړه د دغو پوهنتونونو په درسي متنونو کې په يو ډول د دغه نظام په پلوۍ قضاوت شوی او ځانګړي باورونه د " کامل او کمال" په توګه وړاندې شوي، چې د دغې څیړنې له مخې د پوهنتونونو د علمي کار د اصولو خلاف ګڼل شوی دی.

د دغې څیړنې مشر څیړونکي رامین کمانګر خبریالانو ته وویل " په دغو متنونو کې ځای شوې زده کړې کولی شي، د فرهنګي تبعیض او یا د بل د حذفولو سبب شي".

د دغې څیړنې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم په یوه څیړنه کې په افغانستان کې د تبعیض د شتون په اړه اندیښنه ښودلې وه او ویلي وو، چې ۲۵ فیصده مرکه کوونکو ورته په دې هیواد کې د تبعیض د شتون په هکله اندیښنې څرګندې کړې وې.

دغه څیړنه، چې د ۳۷۳ محصلینو څخه د پوښتنو او د اسلامي ثقافت د دولتي پوهنتونو د اتو استادانو سره د مرکو په اساس ترتیب شوې، د کابل پوهنتون ۱۵۷، د هرات پوهنتون ۱۱۹ او د ننګرهار پوهنتون ۹۷ محصلینو نظریاتو ته په کې ځای ورکړل شوی دی.

په دغې څیړنې کې ۱۳.۹ فیصدو محصلینو ویلي، چې فکر کوي، د افغانستان اوسنی سیاسي نظام اسلامي نظام نه دی، خو شاوخوا پنځوس فیصدو د افغانستان اوسنی سیاسي نظام تر ډیره یو اسلامي نظام بللی دی.

شاوخوا شپږ دیرش فیصده محصلینو ویلي، چې دوی د "اسلامي خلافت" د بیرته راګرځیدو سره موافق دي او ۲۲٪ نورو ویلي، چې اوسنی نظام دې اسلامي خلافت، اسلامي امارت، ولایت فقیه او یا بل نظام ته بدل شي.

د دغې څیړنې له مخې شاوخوا ۹۲ فیصده محصلین په دې باور دي، چې اسلام یو بشپړ دین دي او باید ټول دغه دین ومني.

په دغه څیړنه کې شاوخوا شل فیصدو د نورو ادیانو سره ژوند کول رد کړي او ۷۵ فیصده نور غیر اسلامي هیوادونو ته د اسلام د پراخیدلو سره موفقه ښودلې ده.

د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو انستیتوت د دغې څیړنې وړاندې هم د سولې د مسلې په ګډون په یو شمیر مسلو دغسې څیړنې کړي دي.

XS
SM
MD
LG