د لاس رسي وړ اتصالات

عزت الله ځواب د طالبانو له بند خوشې شوی


عزت الله ځواب (عکس ارشیف)
عزت الله ځواب (عکس ارشیف)

د ننګرهار په ولایت کې د پښتو ژبې شاعر او د مینې په نامه د یوې خصوصي مجلې مسئول عزت الله ځواب کورنۍ د طالبانو له بند څخه د هغه د خوشې کیدو خبر ورکړی دی.

د عزت الله ځواب زوی عطاءالله ځواب په فیسبوک کې په خپلې پاڼې کې د طالبانو له بند څخه د خپل پلار د خوشې کیدو خبر ورکړی دی. عطاءالله ځواب لیکلي: "پلار جان مې په خير راخلاص شو او کور ته راغی."

د ځواب د کورنۍ یو غړي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل چې هغه د دوشنبې د ورځې مۍ ۲۰ ( ثور ۳۱) ماښام خوشې شوی او خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.

عزت الله ځواب د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې په ۲۴ د کابل – جلال اباد په لار د سفر پرمهال د طالبانو د امنیتي ساتونکو له خوا نیول شوی وو.

د عزت الله ځواب د نیول کیدو وروسته د هغه مشر زوی نصرت ارمان په خپل فیسبوک کې لیکلي وو، چې د طالبانو چارواکو" ډاډ راکړ چې پلار مو روغ جوړ دی، فقط د يوې موضوع اړوند خبرو ته غوښتل شوی او ژر به يې در خوشې کړو".

د عزت الله ځواب بل زوی عطاءالله ځواب هم په خپل فیسبوک کې همدا خبره لیکلي وه. دوی دواړو له خلکو غوښتي وو چې د پلار د نیول کېدو په اړه یې خپلې لیکنې او«پوسټونه ډيليټ» او حذف کړي. دوی نه دي ویلي چې پلار یې د کومې موضوع په اړه نیول شوی و.

عزت الله ځواب د پښتو ژبې شاعر دی، لیکوال دی، د مینې مجلې په نوم یوه خصوصي مجله چلوي او په کابل کې یې کتاب پلورنځي لري.

عزت الله ځواب د نیول کیدو دمخه وخت ناوخت په خپل فیسبوک کې انتقادي شعرونه او لیکنې خپرولې. ده په خپلو شعرونو کې همدغه راز د افغانستان په اړه د ځینو ګاونډیو په تګلارو باندې هم نیوکې کولې.

په ټولنیزو رسنیو کې د ځواب یو شمېر مینه والو او افغان لیکوالانو د هغه نیول غندلي وو‌ او دا کار یې د بیان د ازادۍ خلاف بللی وو او له طالبانو یې غوښتي وو چې هغه ژر تر ژره پرېږدي.

عزت الله ځواب د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دور کې هم په ننګرهار کې مقاماتو د انتقادي لیکنو او شعرونو له کبله نیولی او بندي کړی و.طالبانو حکومت تراوسه د عزت الله ځواب د نیولو او بیرته خوشې کیدلو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

طالبانو حکومت په تیرو نږدې دریو کلونو کې په افغانستان کې په پرله پسې ډول پر خبریالانو او د رسنیو باندې محدودیتونه لګولي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د مۍ د درییمې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو راپور کې چې د ۲۰۲۴ کال د مۍ د میاشتې په دوییمه ورځ یې خپور کړی په افغانستان کې په تیرو ۱۲ میاشتو کې د افغان خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د لازیاتو محدودیتونو د لګیدلو او په پراخه کچه د افغان خبریالانو په نیولو ژوره اندیښنه څرګنده کړې او د طالبانو د حکومت ددغو کړنو د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

همدارنګه دغه مرکز په تیرو ۱۲ میاشتو کې د خبریالانو د نیولو د ۶۴ پیښو په ګډون د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د ۱۳۶ سرغړونو د ثبت خبر ورکړی دی. په دې پیښو کې د خبریالانو د ګواښوولو۷۲ پیښې هم شاملې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د طالبانو له خوا پر خبریالانو او رسنیو باندې محدودیتونه لا زیات شوي دي چې د رسنیو په کارونو کې ددغې ډلې د استخباراتو د لاس وهنو سربیره د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت هم د خبریالانوڅخه پلټنې او حتی بندیانوي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د مۍ د درییمې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه ویلي چې په تیرو ۱۲ میاشتو کې دغې کمیټې په افغانستان کې د ځینو رسنیو د فعالیت د بندیدو په ګډون د افغان خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګڼې پیښې ثبت کړي دي.

دغې کمیټې ویلي چې په تیرو ۱۲ میاشتو کې افغان خبریالان معلوماتو ته د لاس رسي او خوندیتوب په برخو کې د ډیرو ستونزو سره مخ وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG