د لاس رسي وړ اتصالات

سکس په انټرنیټ کې - د تنکيو ځوانانو سلامتیا ته گواښ


د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې تنکي ځوانان هره ورځ څو ساعته په انټرنیټ بوخت وي او په آنلاین فضا کې په نامحدوده توگه سکسي عکسونو او ویدیوگانو ته لاس رسی لري.

د امریکا د متحده ایالاتو د میشیگن ایالت د پوهنتون یوه نوې څیړنه ښیي چې دغو ډول محتویاتو ته لاس رسی ستر خطرونه لري او په ځینو مواردو کې یو شمیر همدغه تنکي ځوانان پخپله د جنسي تیریو ښکار شوي دي.

ددې څیړنې موندنې چې د ځوانانو او بلوغ په نامه ژورنال کې خپرې شوې ددې لړۍ لومړنۍ څیړنه ده، ځکه چې ددې موندنې یوې لوی ډلې ته د لنډې کتنې پر ځای، د هر گډون کونکي آنلاین جنسي تجربو ته ځانگړې شوې دي.

دغې څیړنې په ځانگړې او بیسارې توگه په انټرنیټ کې او پرته له هغې د نجونو جنسي تجربې څیړلې او ارزولي دي.

د میشیگن پوهنتون استادې میگن مس، وویل "په انټرنیټ کې په خطرناکو تعاملاتو کې گیر پاته کیدل کیدای شي له انټرنیټ نه بهر خطرناکې پایلې ولري. خو مونږ هغه مشخص آنلاین فعالیتونه په نښه کړل چې په آفلاین فضا کې د ناوړه پیښو سره اړیکه لري".

پدې څیړنه کې شاملې نجونې په مختلفو ډلو ویشل شوي وې او هره میاشت د هغوی سره د جنسي بدرفتاریو او جنسي تیریو په څیر تجربو په هکله مرکې شوې دي.

ددغو نجونو له جملې نه یوې ډلې سکسي عکسونه یې په ټولنیزو شبکو کې خپاره کړي او په انټرنیټ کې یې سکسي عکسونه او فلمونه لیدلي دي او همداشان د پردیو سره یې جنسي پیغامونه او لوڅ او هڅونکي عکسونه شریک کړي دي، دغه ډله نجونې له نورو څخه زیات د جنسي بدرفتارۍ او تیریو ښکار شوي دي.

خو هغوی چې له دې کار نه ډډه کړې او هیڅ سکسي عکس او پیغام یې ندی خپور کړی، ډیر لږ یې په انټرنیټ کې جنسي مسایل تجربه کړي دي.

میرمن مس ویلي دي چې ددې څیړنې موندنې تنکیو ځوانانو ته د سکس او سکسي تجربو په اړه د زده کړو اهمیت په ډاگه کوي او دا چې دغه انټرنیټي تجربې څومره د هغوی په واقعي ژوند اثر کؤی.

دغه امریکایي څیړونکې هیله منه ده چې چې د هغې موندنې ددې سبب شي تر څو ښوونځي او کورنۍ تنکیو ځوانانو ته د روغتیا او جنسي اړیکو او په انټرنیټ کې سالمو اړیکو د ټینگولو په هکله معلومات ورکړي، ځکه انټرنیټي جنسي تجربې ښایي ناوړه پایلې ولري.

میرمن مس وایي ډیره ښه لار داده چې پلرونه او میندې هغه وخت او ځای چې اولادونه یې په کې په انټرنیټ بوخت دي محدود کړي او ویې څاري او اجازه ورنکړي چې اولادونه یې تیلیفون او په انټرنیټ پورې وصل هوښیار وسایل د خوب خونې ته یوسي.

ددې کار د سم مدیریت لپاره میرمن مس هغو اپلیکیشنونو ته اشاره کوي چې په هغې باندې ټولې هغه انټرنیټ پاڼې او اپلیکیشنونه چې د کورنۍ غړي یې کاروي څارل کیدای شي.

XS
SM
MD
LG