د یاییر نتنیاهو د فیسبوک اکاونټ وروسته له هغې د ۲۴ ساعتونو لپاره وتړل شو چې هغه په پرله پسې توګه د مسلمانو ضد پوسټونه وکړل.
یاییر نتنیاهو په اسرائیل کې له میشتو مسلمانانو څخه غوښتي وو تر څو له اسرائیل څخه ووځي.
یاییر نتنیاهو د فلسطیناینو او اسرائیلي سرتیرو ترمنځ رامنځته شوي وروستي اخ او ډب ته په اشاره لیکلي "پوهیږئ چې چیرته داسې حملې نه کیږي؟ په آیسلنډ او جاپان کې، هلته هیڅ مسلمانان نشته".
د فلسطیناینو او اسرائیلي سرتیرو ترمنځ په کړکیچ کې پنځه فلسطینیان او درې اسرائیلیان وژل شوي و.
د اسرایئیل د صدراعظم بینجامین نتنیاهو ځوی یاییر نتنیاهو په یو بل پوسټ کې د اسرائیل او فلسطين کشالې په اړه لیکلي چې په دغه سیمه کې د سولې لپاره یواخې دوه لارې موجودې دي “یا خو دې ټول یهودیان اسرائیل پریږدي او یا خو دې ټول مسلمانان دغه سیمه پریږدي”.
فیسبوک ددغو پوسټونو په غبرګون کې لومړۍ د ښاغلي یاییر پوسټونه له منځه یووړل چې نتنیاهو د همدغو پوسټونو عکسونه په خپل ټویټر کې شریک کړل او فیسبوک یې د”نظرونو سانسور“ باندې تورن کړ. فیسبوک وروسته د یاییر اکاونټ د همدغو پوسټونو له کبله د ۲۴ ساعتونو لپاره وتړلو.
تر دې مخکې فلسیطیني خبریالانو او مدني فعالانو فیسبوک په دې تورن کړی و چې ګواکې دوي د اسرائیل او د امریکا متحده ایالتونو په لارښوونه ځینې محتویات له منځه وړي.
په لسګونو فلسطیني خبریالان د سږکال د مارچ په میاشت کې په غزه کې د ملګرو ملتونو دفتر په وړاندې راټول شوي وو او ادعا یې کوله چې فیسبوک د سلګونو فلسطینیانو اکاونټونه تړلي دي. دوي فیسبوک د”بیان د ازادی تر ټولو غټ مجرم“ بللی و.