د لاس رسي وړ اتصالات

فیسبوک د غلطو معلوماتو د لرې کولو کمپاین پیل کړی


د فیسبوک بنسټ ایښونکی او عامل رئیس مارک زاکربرگ
د فیسبوک بنسټ ایښونکی او عامل رئیس مارک زاکربرگ

د امریکا سترې ټولنیزه رسنۍ فیسبوک وایي د هغو غلطو خبرونو او معلوماتو لرې کول پیلوي چې د تاوتریخوایي او تشدد سبب گرځي.

د فیسبوک شبکې د چهارشنبې په ورځ (جولاۍ ۱۸) په یوه اعلامیه کې د نوې پالیسې په اړه ویلي دي چې په مشخصو هیوادونو کې" [فیسبوک کې] ځانگړي غلط معلومات موجود دي چې د فزیکي زیان سبب شوي دي".

دا کمپنۍ وایي چې د محلي سازمانونو سره په گډ کار به په فیسبوک کې د یاداشتونو او عکسونو په گډون دغه ډول ناسم معلومات په نښه کړي.

د فیسبوک شبکه تورنه شوې چې خپلو گډونوالو ته د کرکجنو ویناو او غلطو معلوماتو د خپرولو اجازه ورکړې چې پدې وروستیو کې په سریلانکا، میانمار (برما) او هند کې د تاوتریخوالي سبب شوي دي.

سریلانکا د مارچ په میاشت کې وروسته له هغې بیړنی حالت اعلان کړ چې په فیسبوک کې خپاره شوي غلط معلومات د هغه هیواد په مسلمان اقلیت باندې د بودایي جنایتکارو بانډونو له خوا د مرگونو بریدونو سبب شول.

د متحده ایالاتو د ٢٠١٦ کال په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په نتیجه کې د فیسبوک کمپنۍ له لارې رای ورکوونکو ترمنځ غلط معلومات خپاره شوي. دا په تیر سپتامبر کې څرگنده شوه چې په غلطو نومونو سره د ټولنیزې رسنۍ نه په استفادې له انتخاباتو دمخه پر رای ورکوونکو باندې د نفوذ کولو هڅه شوې ده.

د فیسبوک بنسټ ایښونکی او عامل رئیس مارک زاکربرگ د چهارشنبې په ورځ هغه وخت له انتقادونو سره مخامخ شو چې هڅه یې کوله د غلطو معلوماتو او اهانت کوونکو ویناو توپیر یې شرحه کاوه.

په هغه مرکه کې چې د ریکود Recode په نامه د تکنالوژۍ په خبري پاڼه کې خپره شوې، ښاغلي زاکربرگ ویلي چې هغه به د هغو خلکو مخه ونه نیسي چې د هلوکاست نه منکر دي. هلوکاست د جرمني نازي رژیم له خوا د ٦ میلیونو اروپایي یهودانو نسل وژنې ته ویل کیږي.

XS
SM
MD
LG