د لاس رسي وړ اتصالات

د فیسبوک مالک د نړۍ درېیم شتمن شو


فیسبوک په نړۍ کې میلیونونه کاروونکي لري
فیسبوک په نړۍ کې میلیونونه کاروونکي لري

د فیسبوک د ټولنیزې شبکې مشر مارک زاکربرګ ۸۱.۶ میلیارد ډالره پانګه لري او په همدې سره د نړۍ درېیم شتمن شخص شو.

د بلومبرګ د راپور په اساس د امازان مشر جیف بیزوس ۱۴۲ میلیارده ډالر او د مایکروسافټ مشر بل ګیتس ۹۴.۲ میلیارد ډالر پانګې لري او په ترتیب سره د نړۍ لومړی او دویم پانګوال او شتمن شخصیتونه دي.

دا لومړی ځل دی چې د تکنالوژۍ د برخې پانګوال د نړۍ د شتمنو د لست په سر کې راځي. څلورم شتمن شخص وارن بفت دی چې د برکشایر هثاوي د شرکت مشر دی.‌ دی یو مهال د نړۍ تر ټولو بډایه سړی و.

د فیسبوک شبکه د شاوخوا ۸۷ میلیونه کاروونکو د شخصي معلوماتو د خپرولو او نورو سره د شریکولو له کبله له یو لړ جدي ‌ستونزو سره مخامخ شوه، خو بیا هم د دغې شبکې چارواکي‌ وایي‌ چې تر تېرکال یې سږکال زیاته ګټه کړې ده.

بلومبرګ په خپل راپور کې لیکلي دي چې د نړۍ د ۵۰۰ شتمنو جدول یې ترتیب کړی دی او هره ورځ په کې تازه معلومات زیاتوي.

فیسبوک د یوېشتمې پېړۍ تر ټولو اغیزناکه ټولنیزه رسنۍ بلل کیږي‌ چې په نړۍ کې یې میلیونونه انسانان کاروي او له دغې لارې، خبرونه، تصویرونه، معلومات، له چارواکو شکایتونو او ګڼ نور مطالب خپروي‌ او شریکوي.

فیسبوک په افغانستان کې هم پام وړ کاروونکي‌ لري.

XS
SM
MD
LG