د لاس رسي وړ اتصالات

تاسو کومې ټولنیزې رسنۍ کاروئ؟


په افغانستان کې د انټرنیټ له عامېدو سره اوس په بې ساري ډول خلک په ټولنیزو رسنیو، فیس بوک، ټویټر، انسټاګرام، وټس اپ، وایبر، یوټوب او نورو کې فعال دي.

خواله رسنۍ د رسمي کارونو، تفریح، په خپلو کې اړيکو نیولو، معلوماتو شریکولو، رسمي او غیر رسمي بحثونو او ځینې یې د شهرت لپاره کاروي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايی شپږ میلیونه افغانان ټولنيزې رسنۍ کاروي، چې ۸۷ سلنه یې فیسبوک، پنځه فیصده یې ټویټر، ۲ فیصده یې یوټیوب او پاتې برخه یې نور ټولنیزو شبکو کې بوخت دي.

فیسبوک

په افغانستان کې اکثره ځوانان د فیسبوک نه کار اخلي. هغوی وايي چې د فیسبوک په واسطه کولی شي ملګرو سره ښې اړيکې وساتي. خو ځينې نجونې بیا وايي په فیسبوک کې نشي کولی خپل عکسونه واچوي ځکه ځينې کسان ورنه ناوړه استفاده کوي او تر ډېره په فیسبوک کې له هلکانو له خوا زورول کېږي.

په دغې ویډیو کې د ځینو افغانانو نظرونه واورئ او وګورئ

افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:47 0:00

تویتر

تویتر هم یو له هغو ټولنیزو رسنیو نه دی چې ځينې افغان ځوانان ترې د خبرونو او اړیکو لپاره ترې کار اخلي. هغوی وايي کولی شي د ټویټر په واسطه بیړني خبرونو ته په ډېر لږ وخت کې لاس رسی پیدا کړي. په افغانستان کې سیاسون هم په ټویټرکې فعال دي.

انسټاګرام

د ځینو ځوانانو په نظر انسټاګرام څو ښېګڼې لري. سیاسي بحثونه پکې ډېر لږ دي، په زړه پورې ټولنیز موضوعګانې پکې مطرح کیږي او کاروونکي کولی شي په لږ وخت کې ډېر پوسټونه خپلو ملګرو سره شريک کړي هغه کار چې که په فیسبوک کې وشي بیا ځينې مزاحمتونه پیدا کوي.

یوټیوب

یوټیوب یو له هغو ټولنیزو رسنیو نه دی چې خلک یې د ویدیو کتلو لپاره کاروي. افغان ځوانان وايي هغوی کولی شي د دې رسنۍ له لاري خپل درسي لکچرونه پکې پیدا کړي او کار ترې واخلي. خو له دې لپاره چې په افغانستان کې د انټرنټ د سرعت کېفیت ښه ندی نو د دې رسنۍ کارول نسبت نورو ته ډېر لږښت او ځينې وخت حوصلې ته اړتیا لري.

تلګرام

تلګرام بیا د ګروپي بحثونو ځای دی. ځينې ځوان محصلین وايي په تلګرام کې ډلې ډلې ملګري او همصنفیان را ټولېږي د درسونو او امتحانونو په اړه بحثونه کوي. هغو دا هم وايي چې دا رسنۍ نسبت نور ته چټک کار کوي.

وټس اپ او وایبر

یادې دوه رسنۍ تر ډېره هغه کسان کاروي چې له خپلو ملګرو او د کورنۍ غرو سره په بهر کې اړيکه ټينګه کړي. ځينې نجونې هم له دې لپاره چې خپلو خپلوانو سره په تماس کې اوسي خو د مزاحمت نه خوندي وي یادې رسنۍ کاروي او وايي چټک کار کوي.

XS
SM
MD
LG