د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو اعلامیې ته د ملي امنیت شورا غبرګون


امنیت شورا وايي د طالبانو بریدونه بې ځوابه نه پرېږدي
امنیت شورا وايي د طالبانو بریدونه بې ځوابه نه پرېږدي

وروسته تر هغه چې طالبانو امریکا او د افغان ایتلافیان د سولې له تړون څخه په سرغړونې تورن کړل د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي د هیواد ځینو ولایتونو کې د طالبانو وروستي بریدونه بېځوابه نه پرېږدي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل پر خپل ټوېټر لیکلي چې افغان ځواکونه له تېرو څو اونیو راهیسې په دفاعي حالت کي دي چې په وینا یې «د طالبانو د بریدونو دوام کولای شي د افغانستان د سولې بهیر ته زیان ورسوي.»

ښاغلي فیصل وویل: "په زابل او بدخشان کې د طالبانو بریدونه بېځوابه نه پرېږدو، موږ د خپلو نړیوالو همکارانو په مرسته طالبانو ته قوي ځواب ورکوو، اوس مسؤلیت وسله والو طالبانو ته متوجه دی چې د سولې په طرف ګامونه اخلي او یا هم خپل تاوتریخوالي او بریدونو ته دوام ورکوي."

تېره کب میاشت په زابل او تخار ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر مرکزونو د طالبانو په بریدونو کې د لسګونو افغان سرتېرو د وژل کېدو راپور ورکړل شو.

هغه همدارنګه زیاته کړې چې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د دواړو لورو د بندیانو خلاصولو په اړه په کابل کې خبرې روانې دي چې په وینا یې طالبان باید تاوتریخوالی بند کړي او د سولې په اړه خپل ژمنتیا ثابته کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې طالبانو تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې امریکا او د هغوی کورنیو بهرنیو همکارانو له دغه ډلې سره د سولې له تړون څخه سرغړونه کړې ده.

طالبانو ویلي و چې امریکا او د هغوی همکارانو په دې وروستیو کې د یادې ډلې پر وسله والو چاپې وهلي، هوايي او ځمکني بریدونه یې پر کړي او د دغه ډلې د ۵۰۰۰ بندیانو خلاصولو بهیر یې هم ځنډولی چې په وینا یې که دغه سرغړونې دوام پیدا کړي، د سولې تړون ته به زیان ورسوي او دوی به هم متقابل غبرګون ته وهڅوي.

د طالبانو تر اعلامیې وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند وویل چې دوی د دوحې تړون په اساس ټولو پوځي اصولو ته ژمن دي او په دې اړه یې د طالبانو ادعا رد کړه.

سوني لګټ ویلي که چیري وسله وال طالبان د هغوی پر افغان همکارانو برید وکړي دوی یې دفاع کوي.

XS
SM
MD
LG