د لاس رسي وړ اتصالات

برازیل ته لېږدول شوې افغانې قاضیانې یو لړ ستونزو سره مخامخ دي


په تېر حکومت کې لسګونه قاضیانو په بېلا بېلو محکمو کې کار کاوه
په تېر حکومت کې لسګونه قاضیانو په بېلا بېلو محکمو کې کار کاوه

موسکا د افغانستان د هغو اوو ښځینه قاضیانو څخه ده چې له خپلو کورنیو سره یې په برازیل کې پناه اخیستې ده.

د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې د سپټمبر د میاشتې په ۲۱ مې د وینا پرمهال د برازیل ولسمشر وویل چې هیواد به یې له افغانستان څخه د ورتلونکو مهاجرو په مخ خپلې دروازې پرانیزي.

د برازیل ولسمشر ویلي‌ وو: "مونږ به د بشري خواخوږۍ له مخې افغان عیسویانو، ښځو، ماشومانو او قاضیانو ته پناه ورکړو."

هغه چې د ټیلي پرامټر له مخې خبرې کولې په پرتګالي ژبه کې یې په تیروتنې سره د تنکيو ځوانانو پرځای د قاضیانو نوم یاد کړ، د برازیل حکومت هغه ژمنه عملي کړه او افغان ښځینه قاضیانو ته یې پناه ورکړه.

موسکا او کورنۍ یې په لومړي پړاو کې له کابل څخه مزار ته او له هغه ځای څخه له شپږو نورو ښځینه قاضیانو سره یونان ته ولېږدول شوې.

د اکټوبر د میاشتې په وروستیو کې دوی د برازیل هیواد ته چې له افغانانو سره له فوټبال سره له علاقې پرته نور ډیر کم مشترکات لري، ورسېدل او هماغلته ځای پرځای شول.

هغې چې برازیل ته له رسېدو وروسته له رسنیو سره خبرې کولې د اسوشټد‌پرس خبري آژانس ته وویل چې دا او نورې قاضیانې اوس هم د طالبانو له غچ اخیستنې ویره لري. ځکه دوی په تېر حکومت کې د طالبانو غړي په بیلابیلو جرمونو په زندان محکوم کړي وو.

موسکا نږدې لس کاله په محکمې کې کار کړی او وايي چې کور یې د طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته وپلټل شو.

واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې په افغانستان کې ۳۰۰ ښځینه قاضیانو کار کاوه، موسکا وايي ډیرې یې اوس پټ ژوند کوي او بانکي حسابونه یې بند شويدي.

هغې وویل:" دوی [ طالبانو] ټول جنایتکاران له زندانونو خوشې کړل، هغه مجرمین چې مونږ په بیلابیلو جرمونو محکوم کړي و."

دغه قاضیانې او د کورنیو ۱۹ غړي یې په برازیل کې یواځني افغان مهاجر دي. دوی اوس بانکي حسابونه او صحي بیمه لري او د پرتګالي ژبې زده کول یې پیل کړي.

دوی نه پوهیږي چې راتلونکی ژوند به یې په برازیل کې څنګه وي. خو موسکا هیله لري چې یوه ورځ به بیرته خپل هیواد ته ستنه شي.

هغه زیاتوي د ژبې په زده کولو کې له ستونزو سره مخامخ ده او ماشومان یې له نوي ژوند سره په سختۍ سره عادت کیږي.

د اګست په میاشت کې د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته په زرګونو هغه افغانان چې له بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی و، خبریالان، مدني فعالان او نور له کابل څخه د پوځي تخلیې د لویو عملیاتو په بهیرکې له افغانستان څخه بهر ولېږدول شول.

امریکا او یو شمیر اروپايي هیوادونه اوس هم د چارترشویو الوتنو له لارې د خپلو هیوادونو اتباع او له ګواښ سره مخ افغانان له افغانستان څخه بهر لېږدوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان اقتصادي وضعیت ډیر خراب شوی او ملګرو ملتونو او نورو خیریه ټولنو خبرداری ورکړی چې ډیر شمیر افغانان د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG