د لاس رسي وړ اتصالات

د ازبکستان سرحدي محدودیتونو افغان کډوال له بې برخلیک حالت سره مخ کړي


په یوې سړه خو لمریزه ورځ افغان مهاجر ندیم چې د خپل ژوند دریمه لسیزه تیروي د ازبکستان د سرحدي ښار ترمز په سرخان دریا سیمه کې د بزګرانو په مارکیټ کې هګۍ او ورجې پلوري.

هغه نه وایي چې څومره وخت کیږي په ازبکستان کې اوسیږي خو د خپلو دریو ماشومانو په اړه چې ټول په ازبکستان کې درس وایي کیسه کوي.

د اګست په نیمایي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته په زرګونه افغانان له ویرې ازبکستان ته ولاړل چې ندی او د هغه کورنۍ هم ددې کسانو په ډله کې دي.

هغه اوس په ازبکستان کې په قانوني شکل اوسیږي خو په دې مطمین ندی د څومره وخت لپاره به هلته ژوند وکړي او دا ویره ورسره ده چې که په زور افغانستان ته ستانه شي څه به پيښ شي.

ښاغلي ندیم امریکا غږ ته وویل:"دلته خوښ یم چې له خپلې کورنۍ سره یم او د ازبکستان له حکومت څخه مننه چې غواړي د افغانستان له وګړو سره مرسته وکړي. خو د ازبکستان له جمهور رئیس څخه غواړو له کومو مشکلاتو سره چې موږ مخ یو درک یې کړي. نشو کولی افغانستان ته ستانه شو ، غواړو ماشومان مو په ازبکستان ته ستر شي او هیله من یو حکومت موږ ته دایمي استوګنه راکړي."

واک ته د طالبانو په رسیدو سره، ازبکستان فورا له افغانستان سره خپله پوله وتړله او اعلان یې وکړ چې هیڅ افغان ته به اجازه ورنکړي چې هغه هیواد ته ولاړ شي.

حتی وروسته له هغه چې له افغانستان سره د ترمز سرحدي پوله د تجارت لپاره پرانیستل شوه، هغه هیواد ته د کډوالو تګ ممنوع پاتې شو.

د ازبکستان د حکومت دا پالیسي د۲۰ کلنې دیلوبار په شان کسانو ته چې په یوه بازار کې د لبنیاتو محصولات پلوري فشار اچوي. په داسې حال کې چې هغه د ازبکستان ده خو خاوند یې د افغانستان تبعه دی او اوس په کابل کې ګیر پاتې دی.

د میرمن دیلوبار په وینا:"د هغه په شان خلک "خاوند یې" اوسمهال ازبکستان ته د داخلیدو اجازه نلري. هغوی ویزه نه صادروي څو زموږ لیدو ته راشي. موږ د ازبکستان له جمهور رئیس څخه غواړو چې زما د خاوند په شان خلکو ته اجازه ورکړي څو دلته له خپلو کورنیو سره یوځای شي."

د ترمز پوله یوازینۍ لار ده چې افغانستان او ازبکستان سره نښلوي. اوسمهال دا لار یوازې د تجارت پر مخ پرانیستې ده او دا ډول فعالیت هم د افغانستان او ازبکستان د چارواکو اجازې ته ضرورت لري.

ازبکستان په شدید ډول د افغانانو لپاره ویزه بنده کړې ده او معمولا له دوو اوونیو څخه ډیره ویزه نه ورکوي.

د دا ډول محدودیتونو وضع کیدل د هغو ۱۰ تر ۱۳ زره افغانانو لپاره مشکلات پیدا کړي دي چې په ازبکستان کې ژوند کوي، هغه افغانان چې د طالبانو له واکمنیدو مخکې یې په هغه هیواد کې ژوند کاوه.

په ازبکستان کې د سرخاندریا ولایت والي تورا بوبولوف له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي دي چې له افغانستان څخه د کډوالو په منع کیدو سره سره، هغه افغانان چې له وړاندې په دې هیواد کې په قانوني ډول ژوند کوي، هرکلی ورڅخه کیږي او هغوی د ټولنې جز دي.

خو د کابل د اصلي اوسیدونکي فرید الله حسن زاده په شان چې په ازبکستان کې یې په یوه رسټورانټ کې کابو یو میلیون ډالره پانګونه کړې،‌ښه دی. هغه مجبور دی چې د لویو پانګه والو د دایمې استوګنې د سهولتونو له پروګرام څخه ګټه پورته کړي.

حسن زاده امریکا غږ ته وویل:" ترمز مې په دوو دلایلو غوره کړ. د خاله زوی مې دلته کافي تجربه درلوده او بل افغانستان ته ډیر نږدې دی. کور ته تګ چې په مزار شریف کې دی، د موټر په واسطه ډیر آسانه دی، او بیا د الوتکې په واسطه کابل ته. خو د شته ستونزو له امله سفر نشم کولی."

ازبکستان همدارنګه د ګل احمد تانیش په شان چې د نسایي ولادي ډاکتر دی هم هرکلی کړی دی. هغه کله چې کابل د طالبانو لاس ته ولوید په یوه مسلکي سفر په ازبکستان کې وو او له دې چې ډاکټر وو بلنه ورکړل شوه چې په یاد هیواد کې پاتې شي.

XS
SM
MD
LG