د لاس رسي وړ اتصالات

ویرات کوهلي او نوین الحق د شخړې له کبله جریمه شول


د هند د کرکټ لوبغاړی ویرات کوهلي او افغان لوبغاړی نوین الحق د هند د غوره لیګ (آی پی ایل) له یوې لوبې وروسته د لفظي شخړې په سر جریمه شوي دي.

د دوشنبې په ورځ مۍ ۱ (غوايي ۱۱) د لکنو او بنګلور د ټیمونو تر منځ د یوې سختې لوبې وروسته ویرات کوهلي لیدل کیږي چې له لوبغالي څخه د وتلو پر وخت له افغان لوبغاړي نوین الحق سره شخړه کوي او هغه یې هم ځواب وايي.

نوین الحق د لکنو د ټیم غړی او کوهلي د بنګلور په ټیم کې لوبیږي. د لیګ تنظیموونکو ویلي چې ددې شخړې له کبله کوهلي د لوبې د فیس ۱۰۰ فیصده او نوین الحق ۵۰ فیصده جریمه شوي دي. د دوشنبې د ورځې دا لوبه بنګلور وګټله.

ویرات کوهلي او نوین الحق د لوبې په مهال هم په لفظي شخړې لیدل کېږي، خو دقیق نه ښکاري چې دوی یو او بل ته څه وايي. تر دې دمه نه کوهلي او نه هم نوین په رسمي ډول په دې اړه څه ویلي دي.

له نوین الحق سره د الفاظو له تبادلې وروسته، کوهلي د لکنو د ټیم له روزونکي او د هند د ملي ټیم د پخواني لوبغاړي ګوتم ګمبیر سره هم لفظي شخړه کې لیدل کېږي چې وروسته د بنګلور د ټیم کپتان او د جنوبي افریقا لوبغاړي فاف دو پلیسي دواړه سره بیل کړل.

ګمبیر هم ددې شخړې له کبله د لوبې ۱۰۰ فیصده فیس جریمه شوی دی. د آی پی ایل مسئولینو ویلي چې درې واړو لوبغاړو خپله ملامتي منلې ده.

دا د آی پي ایل په روان فصل کې د هند د ملي ټیم د پخواني ۳۴ کلن کپتان ویرات کوهلي، چې په لوبو کې په احساساتي چلند هم مشهور بلل کېږي، دوهم ځل دی چې جریمه کیږي.

کوهلي تېره میاشت د چنای او بنګلور تر منځ په لوبه کې د خپل چلند له کبله د لوبې ۱۰ فیصده فیس جریمه شو. دا لوبه د چنای په ګټه پای ته ورسېده.

کوهلي که څه هم په معاصر کرکټ کې په نړیواله کچه یو له ترټولو غوره توپ وهونکی ګڼل کیږي، خو د هغه د بنګلور ټیم تراوسه د آی پي ایل جام ندی ګټلی. هغه په ۲۰۲۱ کې د بنګلور د ټیم کپتاني پرېښوده.

نوموړی په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې په لوبو کې د ښه نه ځلېدو له کبله د ملي ټیم له کپتانۍ لیرې شو.

کوهلي په دغه دوره کې د خپلو روغتیايي ستونزو په اړه هم خبرې وکړي او له خپلې مېرمنې، انوشکا شرما سره، چې د هندي فلمونو لوبغاړې ده، د خپلو ستونزو څخه پرده پورته کړې ده.

کوهلي یو ځل د آی پي ایل په یوه لوبه کې له سوځېدو وروسته په خپل بیټ باندې د یوې پلاستیکي څوکۍ د وهلو له کبله جریمه شو.

XS
SM
MD
LG