د لاس رسي وړ اتصالات

د فوټبال نړیوال فدراسیون د پاکستان غړیتوب وځنډوه


د پاکستان او افغانستان ترمنځ د فوټبال یوې لوبې کې افغان لوبغاړی د پاکستان له ژوبل شوي لوبغاړي سره مرسته کوي
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د فوټبال یوې لوبې کې افغان لوبغاړی د پاکستان له ژوبل شوي لوبغاړي سره مرسته کوي

د فوتبال نړیوال فدراسیون وايي تر هغه به د پاکستان غړیتوب ځنډېدلی وي چې د پاکستان حکومت یې په کارونو مداخله نه وي بنده کړې.

فیفا د چهارشنبې په ورځ دا پرېکړه وکړه او وايي چې باید د فدراسیون د ټولو ادارو او بانکي حسابونو واک د پاکستان د فوټبال ملي فدراسیون ته انتقال کړل شي.

د فیفا له دغې پرېکړې وروسته به پر پاکستان د فیفا مالي مرستې بندې وي او د پاکستان د کلپ او ملي لوبډلې هېڅ یو لوبغاړی، روزنکی او لوبڅار بهر ته رسمي سفر نشي کولی.

د فیفا د قوانینو له مخې حکومتونه باید د فوټبال د ملي فدراسیونونو په کارونو کې مداخله ونکړي او فیفا حق لري چې خپل فدراسیونونه د حکومتونو له مداخلو وژغوري.

د پاکستان د فوټبال د فدراسیون مشر فیصل صالح حیات اسوشیتډ پرس ته وویل "دا د پاکستان لپاره یوه بده ورځ ده، زه فکر کوم چارواکي په دې نه پوهیږي چې دا څومره لویه ستونزه ده. د دغې ستونزې د حل لنډه لار نشته. که حکومت مداخله بنده نکړي، شاید د پاکستان غړیتوب د ډېر وخت لپاره وځنډول شي".

ښاغلی حیات دوه کاله مخکې د دویم ځل لپاره د پاکستان د فوټبال د ملي فدارسیون انتخابات وګټل او مشر وټاکل شو او فیفا هم رسمآ پېژنده، خو حکومت کې ځینو چارواکو مخالفت وکړ او پایله یې دا شوه چې د پاکستان غړیتوب وځنډول شو.

ښاغلي حیات وویل که دا بندیز یوه میاشت وغځیږي، د فوټبال نړیوال جام به هم د پاکستان دورې ته وانه استول شي، د دود له مخې د فوټبال نړیوال جام یو وارې غړو هېوادونو ته استول کیږي. پاکستان په فوټبال کې هومره غښتلی ټیم نلري او تر دې دمه لا په نړیوال جام کې لوبېدلی نه دی.

افغانستان هم په فوټبال کې پاکستان ته څو وارې ماتې ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG