د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ځنګلونو د وهلو کچه پنځلس فیصده کمه شوې


د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ادارې چارواکي وايي، دغه هیواد دوه فیصده شنې سیمې لري.
د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ادارې چارواکي وايي، دغه هیواد دوه فیصده شنې سیمې لري.

د افغانستان د چاپېریال ساتنېملي اداره وایي چې که څه هم د تیر کال په پرتله د ځنګلونو د پرې کولو کچه پنځلس فیصده راټیټه شوې خو لا هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ځنګلونو پرې کول چاپیریال ته یوه جدي او ستره ستونزه ده.

د دغې ادارې مشر مصطفی ظاهر د چاپیریال ساتنې د ورځې په لمانځونډه کې وویل چې د ځنګولو پرې کول د افغانستان چاپیریال او طبیعت ته یوه ستره ننګونه او ستونزه ده چې باید مخه یې ونیول شي.

ښاغلي ظاهر زیاته کړه چې اوسمهال په کنړ، نورستان، لغمان، فاریاب، بادغیس، خوست، پکتیا، پکتیکا او نیمروز ولایتونو کې د ځنګلونو ډيره برخه د لرګیو د مافیا له خوا او په لږه اندازه د محلي خلکو لخوا وهل کیږي.

ښاغلي ظاهر د ځنګلونو د پرې کولو د لاملونو په اړه وویل"مختلف لاملونه لري بیکاري، غربت او لرګیو ته ضرورت یې یو لامل کیدی شي خو اته نوي فیصده لهافغانستان څخهبهر قاچاق کیږياو یوازې دوه فیصده یا دوه فیصده نه لږ یې د خلکو لخوا د سوزیدو یا ساختماني کارونو لپاره استعمالیږي".

د مصطفی ظاهر پر وینا د چاپیریال ساتنې د نړیوالو قوانینو له مخې هر هیواد مسولیت لري چې د خپلې اراضۍ دوه فیصده شنه کړي، چې اوس افغانستان له نړیوال مکلفیت سره سم دوه فیصده شنه ساحه لري او دا شمیره به تر دوه زره او دیرشم کاله لس فیصدو ته لوړه شي.

په افغانستان کې د شنو ساحو د ډېروالي په موخه د کرنې او اوبو لګولو وزارت وایي چې دوی له یو کال راهیسې د شنه کمربند پروګرام پیل کړی، چې د کابل په ګډون په شپږو ولایتونو کې د شنو ساحو په جوړولو کار کوي.

د کرنې او اوبو لګولو وزیر اسدالله ضمیر په دې اړه وویل "د کابل د شنه کمربند پروګرام موږ تېر کال پیل کړ او ډیر ښه روان دی که د کابل مختلفې سېمې وکتل شي عملا فعالیتونه روان دي همدارنګه موږ په شپږو ولاتونو کې د شنه کمربند پروګرام پیل کړی دی چې دا تر راتلونکي کاله لسو ولایتونو ته پراخه کیږي".

د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي هم په دې ښار او ټول افغانستان کې د شنو ساحو ډیرول د چاپیریال د پاکوالي لپاره ګټور اقدام ګڼي.

د پښتنې په نوم د کابل ښار یوه اوسیدونکې وایي چې حکومت او خلک باید د شنو ساحو په جوړولو کې کار وکړي "دولت او خلکو ته لازمه ده چې شنې ساحې ډیرې کړي،خلکو ته لازمه ده چې ونې کینوي تر څو چاپیریال پاک شي".

افغانستان له دې مخکې درې ملي محافظتي پارکونه درلودل، خو د دغه هیواد د چاپیریال ساتنې اداره وايي، د کول حشمت خان سیمه په روان کال کې د څلورم ملي پارک په توګه نومول شوې ده.

د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ په داسې حال کې په افغانستان کې لمانځل کیږي چې لا هم د دغه هیواد په یو شمېر ولایتونو کې ځنګلونه او شنې ساحې له منځه وړل کیږي او د دغه هیواد پلازمېنه کابل لاهم د نړې د پلازمینو په معیارونو برابر شوی ندی.

XS
SM
MD
LG