د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کروناویروس لومړۍ پېښه تائيد شوه


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په هرات ولایت کې یو کس د کروناویروس په ناروغۍ باندې اخته شوی دی.

دغه وزارت پرون په هرات ولایت کې د کروناویرویروس د درېیو شکمنو پېښو د ثبتولو خبر ورکړ. دغه درې کسان د ایران له قُم ښار څخه هرات ته راغلي وو.

د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د دوشنبې په ورځ د فبروري په ۲۴مه (کب پنځمه) خبریالانو ته وویل، چې له دغو درېیو شکمنو کسانو څخه یو یې د کروناویروس په ناروغۍ اخته شوی دی.

ښاغلي فیروز په هرات کې د بیړني حالت اعلان وکړ او د دغه ولایت له اوسېدونکو څخه یې وغوښتل، چې نورو ولایتونو ته له تګ راتګ ډډه وکړي.

د افغانستان د روغتیا وزیر له هوايي شرکتونو څخه هم وغوښتل، چې هرات ته خپل پروازونه محدود کړي.

ښاغلي فیروز وویل، چې هرات کې د کروناویروس د مخنیوي لپاره بشپړ تیاری نیول شوی او په دغې ناروغۍ د اخته کس روغتیايي حالت مخ په ښه کېدو دی.

هغه وویل، چې دغه کس تازه د ایران له قُم ښار څخه هرات ته ستون شوی وو.

د روانې کب میاشتې په لومړۍ ایراني رسنیو د دغه هېواد په قُم ښار کې د کروناویروس په ناروغۍ د اخته دوو کسانو د مړینې خبر ورکړ.

د دغه خبر له نشرېدو وروسته افغانستان په موقت ډول له ایران سره د تګ راتګ ټولې لارې وتړلې.

په ایران کې نږدې ۲.۵ میلیونه افغان مهاجر ژوند کوي.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډیسمبر کې د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې تشخیص شو.

XS
SM
MD
LG