د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په مرسته د طبي وسائیلو یوه الوتکه افغانستان ته ورسېده 


تصویر ارشیف
تصویر ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان وايي‌ د طالبانو له لوري د کابل تر نیول کېدو وروسته په لومړي ځل یې د طبي وسائیلو د مرستو لومړۍ الوتکه او جوپه افغانستان ته ورسېدله.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د پاکستان هوايي کرښې دا الوتکه تنظیم کړې وه چې له دوبۍ څخه یې ۱۲.۵ میلیون طبي وسائیل او تجهیزات د افغانستان د مزار ښار ته انتقال کړل.

د مدیترانې په لویدیځ کې د روغتیا د نړیوال سازمان مسئول احمد المندهاري د دوشنبې په ورځ اګست ۳۰ (وږي۸) وویل چې له پرلپسې مذاکراتو وروسته بالاخره د طبي زیرمو د ډکولو او د نړیوال روغتیا د سازمان د خدمتونو د روانو ساتلو لپاره د حل یوه لاره پیدا شوه.

د روغتیا د نړیوال سازمان چارواکو همدغه رازافغانستان ته د طبي وسائیلو د انتقال لپاره د هوايي پل د جوړولو غوښتنه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی و چې د طالبانو له لوري د افغانستان تر نیول کېدو وروسته په هغه هېواد کې د دغه سازمان طبي وسائیل او تجهیزات مخې په خلاصېدو دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې افغانستان ته تازه انتقال شوي طبي وسائیل او تجهیزات به د دغه هېواد ۲۹ ولایتونو ته انتقالیږي چې ورسره به د ۲۰۰زره کسانو ابتدايي روغتیايي ضرورتونه حل شي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي چې له افغانستان څخه د تخلیې د ماموریت په ختمېدو سره په هغه هېواد کې 'لوی بشري ناورین' په پیلېدو دی.

XS
SM
MD
LG