د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو مشران څوک دي؟


طالبان وايي ځینې مشران یې کابل ته راغلي او د حکومت په جوړولو بوخت دي
طالبان وايي ځینې مشران یې کابل ته راغلي او د حکومت په جوړولو بوخت دي

د اګست په ۱۵ نېټه کابل ته د طالبانو له ننوتلو څو ورځې وروسته د طالبانو ځینې مشران کابل ته راغلي‌ او د نوي‌ حکومت په جوړولو بوخت دي.

د طالبانو مشرتابه تر ډېره د خلکو او رسنیو له سترګو پټ و حتی د دوی د «امارت» په لومړي دور کې (۱۹۹۶-۲۰۰۱) هم د دوی مشران ډېر عام محضر کې نه ښکاره کېدل.

په دغه راپور کې د طالبانو ځینې مشران او رهبران پېژندل شوي دي.

د طالبانو مشر، ملا هبت الله اخوندزاده

په ۲۰۱۶ کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې د طالبانو مشر ملا منصور په یو برید کې وواژه او طالبانو له دغې پېښې وروسته ملا هبت الله اخوندزاده خپل مشر وټاکه.

ملا هبت الله تر دې مخکې ټیټ پوړی طالب چارواکی و او تمه وه چې هغه به د یو روحاني مشر په توګه فعالیت کوي، نه د پوځي مشر په توګه.

د ده له ټاکل کېدو سمدستې وروسته د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري له هغه سره بیعت اعلان کړ او هغه ته یې «امیرالمومنین» ووایه. د ایمن الظواهري بیعت سره پر ملا هبت الله د طالبانو د پخوانیو ملګرو جهادي باور پوخ کړ.

د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو او د ملا عمر د مرګ د خبر له خپرېدو وروسته د طالبانو په لیکو کې ګډوډي او بي‌ اتفاقي لیدل کېده او ددغو ننګونو کابو کول د ملا هبت الله لپاره لویه ستونزه وه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې ملا هبت الله «په کندهار کې دی» او د طالبانو یو بل ویاند وویل چې هغه به «ژر» په عام محضر کې ښکاره شي.

د طالبانو دویم بنسټګر، ملا برادر

ملا برادر د کندهار دی او ویل کیږي چې په ۱۹۷۰ کلونو کې یې په افغانستان کې د پخواني شوروي‌ اتحاد د عسکرو په ضد «جهاد» کړی دی.

د ده په اړه ویل کیږي چې د طالبانو د لومړي مشر ملا محمد عمر د سنګر ملګری دی. دوی دواړو په ۱۹۹۰ کلونو کې چې په افغانستان کې کورنۍ جکړه او «شر او فساد و» په ګډه د «طالبانو د اسلامي‌ امارت» پیل کړ.

په امریکا باندې د القاعده ډلې له برید وروسته، د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د طالبانو نظام ړنګ کړ او ویل کیږي چې ملا برادر له ځینو نورو طالب مشرانو سره د هغه وخت د انتقالي دورې مشر حامد کرزي ته ورغلي وو چې یوه معامله وکړه او طالبان چمتو وو چې نوې اداره وپېژني.

پاکستان په ۲۰۱۰ کې ملا برادر ونیوه او بندي یې کړ او بیا په ۲۰۱۸ کې د سولې د خبرو د پیلولو لپاره د امریکا له فشارونو وروسته پاکستان هغه له زندان څخه ازاد کړ او قطر ته ولاړ.

ملا برادر په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال وټاکل شو او د ده په مرستیالۍ کې طالبانو په ۲۰۲۰ کې له افغانستان څخه د امریکا د متحدو ایالتونو د عسکرو د اېستلو تړون لاسلیک کړ.

سراج الدین حقاني، د حقاني شبکه

سراج الدین حقاني د جلال الدین حقاني زوی دی. جلال الدین حقاني د پخواني شوروي‌ اتحاد د عسکرو په ضد «جهاد» کې مشهور قوماندان و. د هغه زوی سراج الدین حقاني د طالبانو مرستیال او د حقاني شبکې مشر دی.

د امریکا متحده ایالتونه د «حقاني شبکه» د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني او دا شبکه په افغانستان کې یوه خطرناکه شبکه بلل کیږي.

د حقاني شبکه په تېرو کلونو کې د کابل ښار په مهمو ځایونو باندې په پیچلیو او ځانمرګو بریدونو باندې مشوره وه/ده.

د حقاني شبکه د یو شمر لوړ پوړیو افغان چارواکو په ترور او همدغه راز د پېسو ترلاسه کولو لپاره د لویدیځ د اتباعو په تښتولو هم تورنه ده. ویل کیږي چې همدې شبکې امریکايي عسکر «بوی بریګدال» هم تښتولی و چې بیا په ۲۰۱۴ کې پرېښودل شو.

د حقاني شبکه، چې په استقلالیت، زیرکې مبارزې او معاملو باندې مشهوره ده، د طالبانو په مشرتابه باندې لوی نفوذ لري.

د ملا عمر زوی، ملا یعقوب

ملا یعقوب د ملا عمر زوی دی او د طالبانو د نظامي کمېسیون مشر دی او د طالبانو د جنګي قوماندانانو او بریدونو مسولیت په غاړه لري.

د ملا یعقوب پلار ملا عمر په طالبانو کې یو لوړ مقام لره و او همدغه نسبت ملا یعقوب په طالبانو کې د یو متحد شخص په توګه رادبره کړی دی.

له دې سره سره بیا هم د ملا یعقوب د دقیقې دندې په اړه ځينې نظریات شته او یو شمېر شننونکي په دې باور دی چې په ۲۰۲۰ کې د هغه انتصاب ظاهري او سمبولیکه بڼه لري.

طالبانو له افغان حکومت او د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو سره له شاوخوا شلو کلونو جګړې وروسته، د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ کابل ښار ته ننوتل.

XS
SM
MD
LG