د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو استازی افغان سیاستوالو ته: کرونا په نړۍ خپره ده، سوله وکړئ


په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي پر افغان سیاستوالو غږ کړئ چې خپلمنځي اختلافات حل او سولې ته کار وکړي.

نیکولایس کي نن شنبه «کب۲۴مه» پر خپل ټوېټر لیکلي په داسې حال کې چې کرونا ویروس په نړۍ کې د پراخېدو په حال کې دی په افغانستان کې بیا ساسي کړکېچ روان دی.

نوموړي ویلي:"زه له ټولو افغان سیاسي مشرانو څخه غواړم چې خپل اختلافات یو اړخ ته کړي یو موټي شي او سولې ته کار وکړي، کرونا ویروس په نړۍ کې د پراختېدو په حال کې دی."

هغه ویلي دا د حیرانۍ ځای دی چې افغان سیاسیون خپل اختلافات نشي هوارولی.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو سره هم مهاله عبدالله عبدالله چې د تېرو ټاکنو له پایلو سره یې مخالفت ښودلی او هغه یې له درغلیو ډک بللي په سپېدار ماڼې کې ځانته د لوړې مراسم ونیول.

ولسمشر محمد اشرف غني د روانې اونۍ په لومړیو کې د یو فرمان په ورکولو سره د ملي یووالي حکومت دوره ختمه وبلل او اجرائیه ریاست یې هم لغوه کړ.

له دې سره هم مهاله د تېر حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله بیا تېره اونۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره هم د ملي یووالي حکومت د کاري مودې د پای ته رسېدو خبر ور کړ او زیاته یې کړه چې د تېر ملي یووالي حکومت ولسمشر محمد اشرف غني نور ولسمشر نه دی او فرمانونه او احکام یې اعتبار نه لري.

خو امریکا بیا ویلي چې په افغانستان کې د موازي حکومت رامنځته کېدل نه مني او وايي د ټول شموله حکومت رامنځته کول د سولې لپاره مهم دي.

بریتانیې، کاناډا، چین، پاکستان او ملګرو ملتونو هم ولسمشر غني ته د بیا ټاکل کېدو د مبارکۍ تر څنګ په افغانستان کې د سیاسي اختلافاتو هواري غوښتنه کړې ده.

په افغانستان د روانو سیاسي اختلافاتو ترڅنګ نن شنبه په دغه هیواد کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر هم ۱۱ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې په نړیواله کچه هم د کرونا ویروس خپرېدو په اړه اندېښنې زیاتي شوي دي.

د ایراني چارواکو په وینا په دغه هیواد کې د کرونا ویروس له امله تر دامهاله ۶۱۱ تنه مړه شوي دی او زرګونه نور په اخته شوي دي.

په امریکا کې هم د یاد ویروس خپرېدو مخنیوي په هدف بېړنی حالت اعلان شوی دی.

XS
SM
MD
LG