د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د "پلاستیک" کارول بندوي


لاسي پلاستیک
لاسي پلاستیک

د کابل د چاپېریال ساتنې اداره د یوه پنځه کلن پلان له مخې غواړي د هغو پلاستیکو کارول ختم کړي چې یو وار استعمالیږي او بیا استهلاک کیږي.

دغه اداره وايي په دغه پلان کې یې بېلابېلې برنامې شاملې دي چې په تدریجي ډول یې عملي کوي. دغه پلان اوس مهال د افغانستان پینځه لویو ښارونو کې پیل شوی او دوه کاله وروسته به ټولو ښارونو کې پلي شي.

د کابل د چاپېریال ساتنې چارواکي وايي پنځه میاشتې مخکې یې پلان پیل شوی.

کاظم همایون د کابل د چاپېریال ساتنې ادارې مشر امریکا غږ ته وویل:"لومړی غواړو خلکو ته د پلاستیک کارولو په اړه پوهاوی ورکړو. له هغه وروسته په خبازیو او دوکانونو کې د یوه وار استفادې پلاستیک منع کوو. له هغه وروسته غواړو د پلاستیک په واردولو مالیه لوړه او د دې عنصر د نه کارولو لپاره تشویقي برنامې عملي کړو."

ښاغلي همایون وویل اوس مهال خلکو ته د دوی د عامه پوهاوي برنامې په خلاصېدو دي او خبازیو او دوکانونو کې د پلاستیک کارولو بندول پیلوي.

افغانستان یو مصرفي هېواد دی چې تر ډېره د خپل اړتیاوو توکي له بهرني هېوادونو نه واردوي. په دغه توکو کې په ډېره کچه پلاستیک شامل دی. له بلې خوا په بازارونو او خبازیانو کې د هغو پلاستیکونو استفاده چې یو وار کارول کیږي عام دي.

پلاستیک څومره مضر دي؟

د چاپېریال ساتنې کارپوهان وايي پلاستیک هغه غیر عضوي عنصر دی چې د خاورو باکتریا نشي کولی په لږو کلونو کې یې تجزیه کړي او یوې پېړۍ نه ډېره موده پکار ده چې خاورې یې تجزیه کړي.

کارپوهان دا هم وايي چې د سرطانونو د پراخوالي یو لوی عامل، انساني ژوند کې د پلاستیک کارول دي. له دې سره پلاستیک د انسان، ژوو او نباتاتو ژوند ته ګواښونه پیدا کولی شي.

کاظم همایون دا هم زیاته کړه چې د یوې ویشتمې پېړۍ لویه اندېښنه د پلاستیک د کارولو پراختیا ده او په ښاري ژوند کې انسانان تر ۷۰ سلنو پورې د دغه عنصر سره سر او کار لري.

XS
SM
MD
LG