د لاس رسي وړ اتصالات

د وچکالۍ د له‌منځه وړلو یوه لار، واوره مه ضایع کوئ


په داسې حال کې چې په افغانستان کې سختې وچکالۍ د کرنې، مالدارۍ او اوبو رسولو برخو ته زیان رسولی دی، د دغه هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت د یاد ناورین له منځه وړلو لپاره ښاریانو ته لارښوونه کړې چې واوره ضایع نه‌کړي.

دغه وزارت په یو خپور شوي پیغام کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی وايي: "په دغه حساسو شرایطو کې چې د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو د کمښت سره مخ دی، د مهربانۍ له مخې د خپلو کورونو واورې د خپلو کورونو په خاورينو برخو کي واچوئ، تر څو ستاسو د کورونو او چاپيريال د ځمکې لاندې د اوبو د وچېدو مخنيوی وکړي."

همدا راز د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست محمد ګل خلمي امریکا غږ سره په مرکې کې وویل: "که ښاریان د خپل کورونو واورې د کانکریټي کانالونو پر ځای پر ځمکه واچوي او هلته ویلې شي نو دغه کار کولی شي د ځمکې لاندې د اوبو سرچینو ته اوبه ورسوي."

د هغه په وینا د وچکالۍ له منځه وړلو لپاره یوه لار همدا ده.

له بلې خوا د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې چارواکي وايي که ښاریان واوره ضایع نه‌کړي او په ځمکه یې اوبه جذب شي د صحي پلوه نباتاتو او چاپېریال ته ګټه رسولی شي.

د کابل ښار د چاپېریال ساتنې د دارې مشر کاظم همایون امریکا غږ ته وویل:

"کله چې اوبه په ځمکه کې جذبیږي له ځان سره ځینې باکتریا او درانه فلزونه د ځمکې لاندې وړي چې له صحي لحاظه انسانانو او چاپېریال ته ګټه رسوي."

د اقلیم د بدلون د اغیزو له امله په افغانستان کې له درې کلونو راهیسې سختې وچکالۍ پراخې ستونزې زېږولي دي.

دغې وچکالۍ ۲،۲ مېلیونه افغانان ځپلي او تر ډېره یې له خپلو سیمو بېځایه کړي دي.

خو د روان زېږدیز کال په جنوۍ میاشت کې د واور ورېدو له امله د اوبو ستونزې لرې کېدو لپاره هیلې ډېرې شوي دي.

XS
SM
MD
LG