د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې سېلابونو ۲۰ کسان مړه کړي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

طالب چارواکي وايي زابل کې د تیرې شپې بارانونو او سېلابونو شاوخوا ۲۰ کسان مړه کړي.

د زابل ولایت د عامې روغتیا ریاست نن پنجشنبه جولای اوومه (چنګاښ ۱۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا کسان د ولایت په بېلابېلو ولسوالۍ کې مړه شوي دي.

د زابل د عامې روغتيا رئيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي ویلي چې له د دې کسانو څخه اوو تنه دایچوپان په ولسوالۍ کې سېلابونو وړي دي چې د درو تنو جسدونه پیدا شوي او د څلورو نور یې نادرکه دي.

هغه زیاته کړې: "د مرګ ژوبلي دغه پيښي په بيلابيلو ولسواليو کې شوې، چي يوازي ۷ تنه په دايچوپان ولسوالۍ دوزي سيمي د صادق په کلي د يوې کورنۍ غړي د سيلاب اوبو وړي دي، چي د درې تنو جسدونه يې موندل شوي، او څلور تنه نور يې هم لا نادرکه دي."

ښاغلي حکیمي ویلي چې کېدای شي په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله د سر او مال زیانونو کچه نوره هم لوړه شي.

نوموړي زیاته کړې چې د تیرې شپې بارانونو او سېلابونو د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې کرنیزې ځمکې او حاصلات له منځه وړي، د خلکو کورونه یې نړولي او د لمریزې برښنا هندارې هم ماتې کړي دي.

د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې دوه ورځې مخکې د افغانستان په لسو ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی و.

په دغه ولایتونو کې، کابل، میدان وردګ، زابل، خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ، لوګر او غزني شامل و.

پر همدې مهال په میدان وردګ ولایت کې هم د تیرې ورځې او شپې د بارانونو او سېلابونو له امله د ګڼو مالي زیانونو راپور ورکړل شوی دی.

باختر دولتي خبري آژانس نن پنجشنبه ویلي چې په دغه ولایت کې د تازه ورښتونو له امله ۲۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې،لسګونه کاریزونه، د اوبو بندونه، پل او پلچکونه تخریب شوي او لسګونه څاروي هم مړه شوي دي.

بلخوا ویل کیږي چې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې هم د وروستیو سېلابونو له امله خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه رسېدلي دي.

د معروف ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي او د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د تیرې شپې سېلابونو په دغه ولسوالۍ دوه ماشومان مړه کړي او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه هم اړولي.

هغه د طالبانو حکومت او خیره موسسو څخه غوښتي چې په معروف ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله زیانمن شوو خلکو ته مرستې ورسوي.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې ملا عبدالغني برادر د سېلابونو له امله د زیانمنو شوو خلکو له کورنیو سره غم شریکي ښودلې او اړوندو ادارو ته یې امر کړی چې د سېلابونو له امله زیانمن شوو خلکو ت مرستې ورسوي.

XS
SM
MD
LG