د لاس رسي وړ اتصالات

نورستان او غزني کې سېلابونو ۱۴ کسان مړه کړي


په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي‌ چې په نورستان او غزني ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۴ کسان مړه شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

باختر دولتي خبري آژانس نن یکشنبه جولای لسمه (چنګاښ ۱۹) ویلي چې د نورستان په واما ولسوالۍ کې د تیرې شپې سېلابونو له امله نهه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

طالب چارواکو همدرانګه ویلي چې سېلابونو په دغه ولایت کې د ځاني زیان ترڅنګ خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي او د نورستان او کونړ ولایت ترمنځ د «کوردر» مواصلاتي پل یې هم په بشپړه توګه تخریب کړی دی.

په همدې مهال په غزني ولایت کې هم د سېلابونو له امله د پنځو کسانو د مړینې او دوه کسانو د ټپي کېد خبر ورکړل شوی دي.

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب الله مجاهد ویلي چې تیره شپه دغه ولایت کې د راوتلو سېلابونو له امله ۵۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې نن او سبا د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

په دغه ولایتونو کې، بدخشان، کونړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، کندهار او زابل ولایتونه شامل دي. یادې ادارې ویلي چې په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ څخه تر ۳۵ ملي متره پوري اټکل شوې ده.

تیره اوونۍ هم په یادو ولایتونو کې د سېلابونو او بارانونو له امله خلکو ته دګڼو مالي او ځاني زیانونو رسېدو راپور ورکړل شوی و. د زابل ولایت د عامې روغتیا ریاست تیره اوونۍ د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله د شاوخوا شلو کسانو د مړینې ترڅنګ خلکو ته د ګڼو مالي زیانونو رسېدو خبر ورکړی و.

د دې ترڅنګ باختر دولتي خبري آژانس تیره پنجشنبه ویلي و چې په میدان وردګ ولایت کې د تازه ورښتونو له امله ۲۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې،لسګونه کاریزونه، د اوبو بندونه، پل او پلچکونه تخریب شوي او لسګونه څاروي هم مړه شوي دي.

تیره اوونۍ د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې ملا عبدالغني برادر اړوندو ادارو ته امر کړی چې د سېلابونو له امله زیانمن شوو خلکو ته مرستې ورسوي.

XS
SM
MD
LG