د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د پاکستان مرسته


پاکستان وايي، په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې په هدف په بشري مرستو بار یوه طیاره دغه هیواد ته رسېدلې ده.

په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان نن شنبه مۍ اوومه (غوايي ۱۸) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، دغه مرستې چې خېمې، خوراکي توکي او درمل پکې شامل دې په مزارشریف کې به پر وروستیو سېلاب ځپلو کورنیو ووېشل شي.

نوموړي زیاته کړې چې دغه مرستې د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په لارښوونه افغانستان ته استول شوې چې په خبره یې په راتلوونکو ورځو کې به په بشري مرستو بار یوه طیاره هم دغه هیواد ته واستول شي.

طبیعي پېښو ته رسېدو چارو کې د طالبانو حکومت د معلوماتو په اساس تیره اونۍ د افغانستان په لسو ولایتونو کې د سېلابونو را وتلو له امله شاوخوا ۲۲ کسان مړه شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

یاد وزارت ویلي چې د سېلابونو له امله سلګونو جریبه کرنیزه ځمکه او د هستوګنې کورونه هم تخریب شوي دي.

وروسته له هغې چې سیلابونو په افغانستان کې لږ تر لږ ۲۲ کسان ووژل او ۴۰ نور یې ټپيان کړل، د پاکستان صدراعظم له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان وګړو سره مرسته وکړي.

د‌پاکستان صدراعظم، شهباز شریف په یو ټویټ کې له یوې خوا د نړیوالې ټولنې وغوښل چې مرسته وکړي او له بلې خوا یې ویلي چې هیواد به یې هم له خپلو افغانو "خویندو او وروڼو" سره مرسته وکړي.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تیره شپه په دې اړه ویلي: "له ټولو خیریه بنسټونو، نړیوالو موسساتو او هیوادونو څخه د عاجلو بشري مرستو غوښتنه کوو ترڅو په دې خاصو شرایطو کي د سیلاب ځپلو هیواد والو د سرپنا، خوراک، صحت او زراعت په برخو کي لاس نیوی وشي."

XS
SM
MD
LG