د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې وروستیو 'سېلابونو ۱۲۰ کسان مړه' کړي


طبیعي پېښو سره مبارزې برخه کې د طالبانو حکومت وزارت وايي په تیره یوه میاشت کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له امله ۱۲۰ کسان مړه شوي او ۱۵۲ نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال شرف الدین مسلم پرون شنبه جولای ۳۰ (زمري اتمه) خبریالانو ته وویل چې په وروستیو اونیو کې د دغه هیواد ۲۱ ولایتونه د سختو بارانونو او سېلابونو را وتلو شاهدان و.

ښاغلي مسلم زیاته کړه چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د یادو سېلابونو له امله ۳۰۱۹ د هستوګنې کورنه هم تخریب شوي چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

ښاغلي مسلم همدارنګه وویل چې د سېلابونو له و جې د دریو عمومي لویو لارو ځينې برخې او په لسګونه کیلومتره فرعي لارې هم تخریب شوي دي او زیاته یې کړه: "له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له سازمان څخه غواړو چې له سېلاب ځپلو سره د مرستې په برخه کې همکاري وکړي."

تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په ځينو ولایتونو کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې په اړه چمتووالی ښودلی و او ویلي و چې اوس مهال په دې اړه معلومات راټولوي.

طالب چارواکي وايي چې د سېلابونو له امله د کورنو نړېدو له وجې سلګونه کورنۍ له خپلو اصلي سیمو څخه بېځایه شوي دي چې په خبره یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو حکومت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست حمدالله نعماني هم له نړیوالو بنسټونو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د سېلاب ځپلو سره د کورنو په جوړولو کې اقدام وکړي.

تیره ورځ غزنی، زابل او کندهار د سختو بارانونو او سېلابونو را وتلو شاهدان و چې له امله یې ۱۰ کسان په غزني او شپږ تنه په زابل کې مړه شوي و.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې پرون شنبه او نن یکشنبه په لاندې ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او لنډ مهاله چټکو بادونو او دوړو اټکل کړى دى٠

په دغه ولايتونو کې بدخشان، کونړ، نورستان، لغمان، ننگرهار، کابل، میدان وردګ، غزنی، زابل ،کندهار، لوگر، پکتیا، خوست او پکتیکا شامل دي٠

د ياد رياست په وينا د ورښت کچه به په بېلا پېلو سيمو کې له ١٠ څخه تر څلوېښت ملي مترو پوري وي٠

د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې همدارنګه ويلي چې په بلخ، هرات،‌ فراه،کندهار، نیمروز او هلمند ولایتونو کي چټک بادونه او دوړی شته چې د باد سرعت کچه په بیلابیلو سيمو کې په ساعت کې له ٢٠ څخه تر ٩٠ کيلو مترو پوري وي٠

XS
SM
MD
LG