د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې د تیرې اونۍ سېلابونو ۳۹ کسان مړه کړي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، تیره اونۍ د دغه هیواد په بېلابيلو سیمو کې د سختو بارانونو او سېلابونو را وتلو له امله ۳۹ کسان مړه شوي او ۳۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

یاد دفتر د جمعې په ورځ اګست پنځمه (زمري ۱۴) ویلي چې دغه کسان په دایکندي، غزني، هرات، کندهار، خوست، لغمان، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې د سېلابونو له امله مړه او ټپیان شوي دي.

اوچا زیاته کړې ده چې تیره میاشت د افغانستان زیات ولایتونه د بارانونو او سېلابونو راوتلو شاهدان و چې له امله یې په پنځلس ولایتونو کې ۵۴۲۷ کورونه تخریب شوي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د کورنو له نړېدو وروسته ګڼ شمېر کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوي چې په خبره یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا په راپور کې ویل شوي چې د سېلابونو له امله په زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه هم تخریب شوې او فصلونه یې هم له منځه تللي دي. اوچا زیاتوي چې دوی په افغانستان کې د سېلابونو له امله د زیانمن شوو خلکو په اړه خپلو څېړنو ته دوام ورکوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په وینا د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي خلک اوس مهال بېړنو مرستو، لکه خوراکي موادو، سرپناه، د څښاک پاکو اوبو او روغتیايي موادو ته اړتیا لري.

اوچا تیره میاشت هم ویلي و چې د افغانستان په ختیځ کې د سېلابونو له امله په زرګونه خلک اغېزمن شوي چې په خبره یې بېړنو مرستو ته اړتیا لري.

یاد دفتر د جولای پر ۲۵مه ویلي و چې په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان کې وروستیو سېلابونو ۶۰۰۰ کسان اغېزمن کړي دي او د ځاني زیان ترڅنګ یې ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

طبیعي پېښو سره د مبارزې چارو کې د طالبانو حکومت وزارت هم تیره اونۍ وویل چې د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د تیرې یوې میاشتې په جریان کې د سېلابونو له امله ۱۲۰ کسان مړه شوي او ۱۵۲ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو هم له نړیوالو خیره بنسټونو څخه غوښتي و چې د سېلابونو له امله له اغېزمن شوو خلکو سره مرستې وکړي.

XS
SM
MD
LG