د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا ته څېرمه ټاپوګان خرڅلاو ته وړاندې شوي؛ چین یې ولې اخیستلو ته تیار دی؟


د سوالبرډ د ټاپوګانو پر زیاتره برخه باندې ناروې حاکمیت لري او له ستراتیژیک پلوه ارزښتناک بلل کیږي.
د سوالبرډ د ټاپوګانو پر زیاتره برخه باندې ناروې حاکمیت لري او له ستراتیژیک پلوه ارزښتناک بلل کیږي.

د شمالي قطب او اروپا ترمنځ د سوالبرډ ټاپوګانو په ستراتیژیکه سیمه کې د شخصي ملکیت وروستۍ ټوټه ځمکه پلورلو ته وړاندې شوې او چین یې د اخیستلو دپاره لېوالتیا ښودلې ده.

دا معامله د ناروې له مخالفت سره ځکه مخامخ شوې چې دا سیمه ناروې ته څېرمه پرته ده او د روسیې او لویدیځ ترمنځ د ترینګلتیا زیاتېدو او شمالي قطب د کنګل له ویلي کېدو سره یې جیوپولیټیکي او اقتصادي ارزښت لوړ شوی دی.

د سوالبارډ ټاپوګانو په جنوب لویدیځ کې د "سور فاګرفیورډ" په نوم ددې ۶۰ کیلومتره مربع ځمکې قیمت ۳۰۰ میلیون یورو (۳۲۶ میلیون ډالر) ایښودل شوی دی. په دې ځمکه کې غرنۍ او هوارې سیمې، یو طبیعي یخچال او شاوخوا پنځه کیلومتره ساحل موجود دی خو تراوسه پکې ابادي نده شوې.

د املاکو وکیل پیر کلینګسټاد چې ددې ځمکې د پلورونکو استازیتوب کوي، فرانس پرس ته وویل: "دا په سوالبارډ کې او زموږ د پوهې له مځې، په ټول شمالي قطب کې وروستۍ شخصي ځمکه ده... چینایان په طبیعي ډول احتمالي پیرودونکي دي ځکه چې دوی له اوږدې مودې راهیسې شمالي قطب او سوالبارډ ته ډیره لیوالتیا ښودلې ده."

کلینګسټاد وویل چې له چین څخه یې ددې ځمکې د پیرلو دپاره "جدې نښې" ترلاسه کړې دي.

د چین لیوالتیا او د ناروې مخالفت

د شمالي قطب په اړه چین په ۲۰۱۸ کې یو تحلیلي راپور خپور کړ. په دغه راپور کې چین ځان "شمالي قطب ته نږدې هېواد" ګڼلی او په راتلونکي کي یې په دې سیمه کې پراخ رول لرلو ته لیوالتیا ښودلې ده.

سوالبرډ په ۱۹۲۰ کې د لاسلیک شوي یو نړیوال تړون له مخې اداره کیږي چې په دې سیمه کې بهرنیو ګټو ته اجازه ورکوي.

که څه هم په دغه تړون کې پر سوالبارډ باندې د ناروې حاکمیت پیژندل شوی خو د چین په شمول د تړون د ټولو لاسلیک کوونکو هېوادونو اتباع مساویانه حق لري چې دا سیمه وپلټي او له طبیعي زیرمو څخه یې ګټه واخلي.

روسیه، د بیلګې په توګه، د دولتي شرکت "ټرسټ ارکیکوګول" له لارې، له لسیزو راهیسې په سوالبارډ کې د ډبرو د سکرو کانونه اداره کوي.

خو اوس وخت بدل شوی دی. د خپل حاکمیت د ساتلو په اړه اندېښمنه ناروې ښايي بهرنیو لاسونو ته د "سور فاګرفیورډ" لویدلو ته په ښه سترګه ونه ګوري. په ځانګړې توګه د چین لاس ته، چې د ناروې استخباراتي ادارو د خپل هېواد لپاره، له روسیې وروسته ترټولو لوی امنیتي خطر بللی دی.

د ناروې لویې څارنوالۍ له همدې کبله ددې ځمکې مالک ته چې یو روسي الاصله نارویژی دی، امر کړی چې ددې ځمکې له پلورلو څخه تیر شي. د سوداګرۍ او صنایعو وزیرې سیسلي میرسیت فرانس پرس ته وویل: "د ناروې د چارواکو له اجازې پرته دا ځمکه نشي پلورل کیدی او نه یې د ملکیت په اړه خبرې اترې کیدی شي."

د ناروې حکومت دا استدلال د حکومت له خوا په ۱۹۱۹ کې د ورکړل شویو قرضو د شرایطو پراساس کوي. خو کلینګسټاد ټینګار کوي چې د وضع شویو شرایطو موده بشپړ شوې ده.

'د خطر زنګ'

د سوالبرډ ټاپوګانو د ۹۹.۵ برخې ملکیت د ناروې د دولت په لاس کې دی. ناروې همدارنګه د "سور فاګرفیورډ" په شمول ددې ټاپوګانو ډیرې سیمې خوندي ساحې اعلان کړي او په سیمه کې یې پر ساختماني چارو او د موټرو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی.

خو ددې ځمکې پلورونکی بیا د ۱۹۲۰ کال د نړیوال تړون په استناد د ناورې د دولت دا اعلان پرځای نه بولي.

کلینسټاد وویل: "ټولې خواوې [چې د ۱۹۲۰ تړون یې لاسلیک کړی] یو شان حقونه لري" او استدلال یې وکړ چې د ناروې حکومت د سوالبرډ ټاپوګانو په مرکز لونګیرباین کې کورونه، یو هوایی ډګر او یو بندر جوړ کړي دي.

هغه وویل: "فکر وکړئ چې که ناروې اوس داسې قوانین تصویب کړي چې د روسیې د ملکیتونو فعالیتونه محدود کړي، دا به دریمه نړیواله جګړه وي."

د فریټوف نانسین څیړنیز انسټیټیوټ څېړونکی اندریاس اوستاګین په وینا، د سور فاګرفیورډ ځمکه دا وخت "ناڅیز" اقتصادي ارزښت لري او خرڅول یې د ناروې لپاره "ستر ګواښ" نه پېښوي.

خو هغه زیاته کړه: "په سوالبارډ کې د ځمکې ملکیت کولی شي په راتلونکو ۵۰ یا ۱۰۰ کلونو کې ستراتیژیک ارزښت ولري."

په ورته وخت کې، اوستاګین وايي، په سوالبرډ کې د ځمکې پیرلو ته د چین لیوالتیا "د خطر زنګ دی چې د ناروې چارواکي مجبوروي چې یو څه وکړي."

د ناروې حکومت په ۲۰۱۶ کې په سوالبارډ کې مرکز لونګیرباین ته څېرمه د شخصي ځمکې یوه بله وروستۍ ټوټه په ۳۳.۵ میلیون یورو وپېرله. چینايي پانګه اچوونکو د هغې ځمکې اخیستلو ته هم لیوالتیا ښودلې وه.

د سور فاګرفیورډ د پیرلو لپاره په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې د ناروې د حکومت او ددې ځمکې د مالک ترمنځ خبرو دوام درلود خو د قیمت په سر جوړ نه شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG