د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: داعش په بشپړ ډول مات شوی


ډانلډ ټرمپ د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف غړو ته د وینا پرمهال
ډانلډ ټرمپ د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف غړو ته د وینا پرمهال

د امریکا د متحده ایالاتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ وايي دی به راتلونکې اوونۍ د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر وړاندې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د بریا اعلان وکړي.

نوموړي چې د فبروري په شپږمه نیټه د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف غړو ته په واشنګټن کې وینا کوله وویل، په عراق او سوریه کې ټولې هغه سیمې سل په سلو کې نیول شوي چې په تیرو دوو کلونو کې د اسلامي دولت ډلې سره وې.

ښاغلي ټرمپ وویل" د امریکا پوځ، زموږ د ائتلاف همکارانو او د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو کابو ټولې هغه سیمې چې په عراق او سوریه کې د داعش تر ولکې لاندې وې ، آزادې کړي دي. په دې اړه به رسمي اعلان احتمالا راتلونکې اوونۍ کې وشي چې سل په سلو کې بریالي شوي یو."

د امریکا ولسمشر وویل، د یادې ډلې پاتې شونې ممکن د سوریې او عراق په یو شمیر برخو کې فعالې پاتې شي خو ده زیاته کړه چې یاده ډله نور نشي کولای د خپلو جنګیالیو د تمویل لپاره محلي منابع استخراج او له خلکو څخه مالیه واخلي.

جمهور رئیس ټرمپ وویل اوس ددې وخت دی چې له سوریې څخه امریکايي ځواکونه کور ته ستانه شي.

جمهور رئیس ټرمپ که څه هم له سوریې څخه د دوه زره سرتیرو پر ایستلو ټینګار کوي خو نوموړي په خپلې وروستۍ مرکه کې ویلي غواړي د ایران د څارلو په هدف په عراق کې خپل یو شمیر پوځیان وساتي.

ډانلډ ټرمپ دا تائید کړې چې د ترهګرې ډلې بقایاوي کولای شي په یو شمیر سیمو کې خطر پیښ کړي خو نوموړي ویلي امریکا او متحدین یې چمتو دي چې د داعش له خطرونو سره مقابله وکړي.

د داعش ماته
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:01:53 0:00

XS
SM
MD
LG