د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان څارنوالانو د ایستلو کمپاین چې د طالبانو د غچ اخیستنې له خطر سره مخ دي 


د افغانستان لویه څارنوالي
د افغانستان لویه څارنوالي

په امریکا او اروپا کې د څارنوالۍ یو شمیر میشتو ادارو د هغو افغان څارنوالانو د ایستلو لپاره کمپاین پیل کړی چې د طالبانو د غچ اخیستنې له ګواښ سره مخ دي او یو شمیر یې د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې ژوند کوي.

د انتقالي عدالت او سولې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ جولای ۲۸ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د "څارنوالان د څارنوالانو لپاره" په نامه کمپاین په رسمي ډول د ۲۰۲۲ کال د جون په ۲۷د امریکا د یوتا ایالت د سالټ لیک څارنوالۍ په دفتر کې خپل فعالیت پیل کړ. د دغه کمپاين موخه په پیل کې نورو هېوادونو ته د افغان څارنوالانو د لېږلو لپاره د ۱۵ ميليونو ډالرو مالي مرستې راټولول وو، تر څو په امنيت او خونديتوب کې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.


د انتقالي عدالت او سولې د نړیوال سازمان یو بنسټ ایښودونکي یما رایین، د هغه ګواښ په اړه چې څارنوالان ورسره په افغانستان کې مخامخ دی، ویلي چې "۲۶ څارنوالان یا د هغوی خپلوان د طالبانو له خوا شکنجه شوي او وژل شوي دي."

د انتقالي عدالت او سولې د نړیوال سازمان د اعلامیې له مخې، په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمن کیدو سره، جنایت کوونکي له زندانونو څخه خوشې شول او د هغوی خوشې کېدل د هغوڅارنوالانو لپاره چې خپل ژوند یې د عدالت د تامین لپاره وقف کړی، یو سمدستي ګواښ دی.


د یوتا ایالت د سالټ لیک څارنوال سیم ګیل ویلي چې د افغانستان له څارنوالانو سره باید سمدستي مرستې وشي. هغه وویل: "زموږ افغان همکاران او د هغوی کورنۍ د یوې خوندي او عادلانه ټولنې د رامنځته کولو لپاره د دوی د ټینګې ژمنې په خاطر ښکار کیږي او وژل کیږي. دا زموږ دنده ده چې د عدالت د تامین د شریکانو په توګه، د دوی تر څنګ ودریږو او د دوی خوندیتوب تضمین کړو."

د متحده ایالاتو د میسوري ایالت د جیکسن سیمې څارنوال ژان پیټرز بیکر، هم د هغه ګواښ په هکله چې څارنوالان ورسره په افغانستان کې مخامخ دي، د هغوی د ایستلو لپاره د سمدستي اقدام غوښتنه وکړه. هغه وويل: "دغو څارنوالانو خپل ژوند د امريکا د دموکراسۍ پر بنسټ نظام د تطبيق لپاره وقف کړ او دا هغوی ته ګرانه تمامیږي. اوس ددې وخت نه دی چې له خپلو شریکانو ته شا کړو. زموږ دفتر، د لویې څارنوالۍ ټولنه او په ټوله امریکا کې لوی څارنوالۍ ژمن دي چې زموږ د افغان همکارانو او د هغوی کورنۍ خوندي کړي."


د دغه اعلامیې له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ د کابل له سقوط مخکې د افغانستان په لویه څارنوالۍ کې شاوخوا ۶۰۰۰ کارکوونکو کار کاوه او د طالبانو د مهمو غړو په ګډون یې مجرمین محاکمه کول.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه څارنوالان د متحده ایالاتو او نورو متحدینو له خوا روزل شوي اوس بې روزګار دي، په پټه ژوند کوي او له جدي ستونزو سره مخ دي.


په اعلاميه کې همداشان ويل شوي چې افغان څارنوالان له جرمونو او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ستر رول لوبوي، خو امریکا ته د مهاجرت د ځانګړي ويزې (اس ای وي) پروګرام په شرایطو برابر نه دي او د پي ۱ او ۲ په ګډون له نورو پروګرامونو څخه د کډوالۍ پروسه امکان لري چې د دوو او دریو کلونو ترمنځ وخت ونیسي.

د دغه اعلامیې له مخې " د څارنوالانو له خوا څارنوالانو ته" کمپاین هڅه کوي چې افغان څارنوالان هغو هېوادونو ته انتقال شي چې د افغانانو ته پناه ورکوي.

XS
SM
MD
LG