د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: افغانستان کې څارنوالان د هیڅ ګواښ سره مخ نه دي


د طالبانود حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان کې څارنوالانو ته د پیښو امنیتي ګواښونو په اړه په امریکا کې میشت د انتقالي عدالت او سولې د نړیوال سازمان اندیښنې ردې کړي او دغه سازمان یې د افغان کدرونو په ایستلو او انساني قاچاق ته د لارې د هوارولو په هڅو تورن کړی.

ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ جولای ۳۰ (زمري اتم) د خپل ټویټر په پاڼه په امریکا کې د میشت د انتقالي عدالت او سولې د نړیوال سازمان راپور ته غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې هیڅ کوم څارنوال له خطر سره مخ نه دی.

د انتقالي عدالت او سولې نړیوال سازمان جولای ۲۸ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د "څارنوالان د څارنوالانو لپاره" په نامه کمپاین په رسمي ډول د ۲۰۲۲ کال د جون په ۲۷د امریکا د یوتا ایالت د سالټ لیک څارنوالۍ په دفتر کې خپل فعالیت پیل کړی و.

د دغه کمپاين موخه په پیل کې نورو هېوادونو ته د افغان څارنوالانو د لېږلو لپاره د ۱۵ ميليونو ډالرو مالي مرستې راټولول وو، تر څو په امنيت او خونديتوب کې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

د انتقالي عدالت او سولې د نړیوال سازمان یو بنسټ ایښودونکي یما رایین، د هغه ګواښ په اړه چې څارنوالان ورسره په افغانستان کې مخامخ دی، ویلي چې "۲۶ څارنوالان یا د هغوی خپلوان د طالبانو له خوا شکنجه شوي او وژل شوي دي."

د انتقالي عدالت او سولې د نړیوال سازمان د اعلامیې له مخې، په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمن کیدو سره، جنایت کوونکي له زندانونو څخه خوشې شول او د هغوی خوشې کېدل د هغوڅارنوالانو لپاره چې خپل ژوند یې د عدالت د تامین لپاره وقف کړی، یو سمدستي ګواښ دی.

خو ذبیح الله مجاهد دا څرکندونې یوازې ادعا بللې او ویلي دي، چې د طالبانو له خوا عمومي عفوه د ټولو افغانانو لپاره د تطبیق وړ ده او څوک ترې سرغړونه نشي کولی.

مجاهد ویلي:" متاسفانه د انساني حقوقو، سولې او عدالت تر عنوان لاندې ځينې مغرض بهرني بنسټونه تل د افغانستان په اړه ناسم راپورونه خپروي او له افغانستان څخه د خلکو د تيښتې او وتلو لپاره کار کوي. اسلامي امارت[ طالبانو حکومت] په افغانانو غږ کوي چې د دغه ډول مشکوکو بنسټونو فریب ونخوري او خپل هېواد پرېنږدي".

ذبیح الله مجاهد د افغانستان پخواني رژیم ملکي او امنیتي منسوبینو ته د عمومي عفوې اود عفوی د اعلان څخه د نه سرغړونې په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ملګروملتونو په ګډون د بشري حقونو یو شمیر نړیوالو سازمانونو په پرله پسې ډول د طالبانو د مشر د عفوې د فرمان څخه د سرغړونو په راپورونه ورکړي دي.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر " یوناما" په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د روان کال د جون د میاشتې په راپور کې هم دغسې سرغړونو ته ځای ورکړی دی.

" یوناما" په دغه راپور کې د بیلګې په توګه د مۍ د میاشتې په ۱۷ د تخار په ولایت کې د دوو موټر سایکل سپرو له خوا، چې ویل کیدل د طالبانو د امنیتي ځواکونو پورې یې تړاو درلود د پخواني رژیم د پوځ د یو سرتیري وژل یاد کړي دي.

همداشان په دې راپور کې ویل شوي: "د مۍ د میاشتې په ۲۴ نېټه د سمنګان په ولایت کې د اوسنې چارواکو امنیتي ځواکونه، د پخواني افغان ملي امنيتي ځواکونو د یو منسوب کور تالاشي کړ چې د تالاشۍ پر مهال دی هم په ډزو وویشتل او ووژل شو".

د یوناما ددغه راپور له مخې د طالبانو له خوا په کابل او پنجشیر کې د ملي مقاومت د جبهې سره د اړیکو په تور د پخواني رژیم د امنیتي منسوبینو په خپلسر نیول او په بند کې اچول دوام لري".

یوناما د جولای ۱۷ (چنګاښ ۲۶) په دغه راپور کې ویلي:" د جون د میاشتې تر پایه پوري د هېواد په ټولو زندانونو کې د بندیانو شمېر کابو ۱۵۰۰۰ تنو ته رسیدلي چې په منځني ډول د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي پوري چې د اوسنیو چارواکو د زندانونو ادارې هوډ درلود چې ویې ساتې له ۱۰۰۰۰ تنو څخه زیات شوي دي".

د یوناما ددغه راپور پر اساس په دې بندیانو کې هغه شمېر ښځې او نجونې هم شاملې دي، چې د خپلې سزا موده يي پوره کړي او یا تشخیص شوي دي چې باید خوشې شي، خو د سپارلو لپاره د محرم د نشتوالي له امله اوس هم په بند کې دي.

یوناما ویلي، چې دغه موضوع د اوسنیو چارواکو د زندانونو د اداري مسؤلین د سختو ننګونو سره مخ کړي دي چې د کافي خوراک او روغتیا پالنې د خدمتونو په ګډون، د بندیانو سره د چلند د لږ تر لږه معیارونو د رعایت ډاډمنولو لپاره کافي سرچېنې نلري. د یوناما د راپور ترڅنګ د بخښنې نړیوال سازمان او بشري حقونو سازمان هم د طالبانو د مشر د عفوې د فرمان څخه د سرغړونو او د پخواني رژیم د امنیتي منسوبینو د وژلو په اړه راپورونه ورکړي دي.

د انتقالي عدالت او سولې د نړیوال سازمان د اعلامیې له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ د کابل له سقوط مخکې د افغانستان په لویه څارنوالۍ کې شاوخوا ۶۰۰۰ کارکوونکو کار کاوه او د طالبانو د مهمو غړو په ګډون یې مجرمین محاکمه کول.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه څارنوالان د متحده ایالاتو او نورو متحدینو له خوا روزل شوي اوس بې روزګار دي، په پټه ژوند کوي او له جدي ستونزو سره مخ دي.

د دغه اعلامیې له مخې "د څارنوالانو له خوا څارنوالانو ته" کمپاین هڅه کوي چې افغان څارنوالان هغو هېوادونو ته انتقال شي چې د افغانانو ته پناه ورکوي.

XS
SM
MD
LG