د هند پخوانی ولسمشر پرناب مکرجي د سږو د التهاب ناروغۍ له امله مړ شو.
نوموړی د کرونا په ویروس اخته شوی و او په روغتون کې له څو اونیو بستر وروسته د دوشنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږی۱۰) مړ شو. د هغه عمر ۸۴ کاله و.
پرناب مکرجي یو پېژندل شوی سیاستوال و. هغه په هند کې د کانګرس ګوند په حکومتونو کې د بهرنیو چارو او مالیې وزیر هم و.
مکرجي له هغو سیاستوالو څخه و چې د هند د دواړو سترو ګوندونو له غړو سره یې ملګرتیا لرله.
د هند لومړی وزیر نریندر مودي پر خپل ټویټر لیکلي چې ښاغلي مکرجي د هند د پرمختګ په برخه کې نه هېریدونکي خدمتونه کړي دي.
هغه وایي چې پخوانی ولسمشر یو ښه پوه، ښه ویناوال او د سیاسي لورو په هره برخه کې یو منل شخص و.
ښاغلی مکرجي داسې مهال مړ کیږي چې د هندي چارواکو په وینا په هند کې تر دې دمه ۳.۶میلیون خلک په دغه ویروس اخته شوي او څه باندې ۶۴زره نور مړه شويدي.