د لاس رسي وړ اتصالات

په واشنگټن کې د بوش مړي ته د درناوي خاص مراسم


د امریکا د پخواني جمهور رئیس جورج اچ ډبلیو بوش جنازې ته د چهارشنبې په ورځ (قوس ١۴) په واشنگټن ډي سي کې د درناوي ځانگړي مراسم پر ځای کیږي.

د ښاغلي بوش مړی د دوشنبې په ورځ (دسمبر ٣) د تکزاس ایالت نه په واشنگټن ډي سي کې د امریکا د کانگرس مقر ته انتقال شو. د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ او میرمن یې میلانیا ټرمپ د دوشنبې په ماښام د کانگرس ماڼۍ ته لاړل او د هغه مړي ته یې د درناوي مراسم پر ځای کړل.

جورج اچ ډبلیو بوش چې د امریکا د متحده ایالاتو ۴١ جمهور رئیس و د جمعې په ورځ ناوخته (نومبر ٣٠) د ٩۴ کالو په عمر مړ شو.

ټاکل شوې چې د جورج بوش تابوت د چهارشنبې په سهار د امریکا د کانگرس نه د واشنگټن ښار یوې کلیساه ته انتقال شي او د جنازې د مراسمو او هغه ته د درناوي وروسته به د هغه مړی د خاورو سپارلو لپاره بیرته د تکزاس ایالت ته یووړل شي.

جورج اچ ډبلیو بوش په ١٩٨٩ کې د امریکا د متحده ایالاتو جمهوري ریاست ته له رسیدو دمخه په ملگرو ملتونو کې د امریکا د استازي، چین ته د امریکا د ځانگړي استازي، د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي آی ای د رئیس، د کانگرس د استازو د مجلس د غړي او د جمهور رئیس رونالد ریگن د مرستیال په توگه دندې تر سره کړې وې.

ښاغلی بوش د سړې جگړې په پای کې او د پخواني شوروي اتحاد د ړنکیدو وروسته په ١٩٩١ کې د جرمني په بیا اتحاد کې مهم رول لوبولی دی.

د عراق د جمهور رئیس صدام حسین د رژیم له خوا د کویټ له اشغال وروسته جورج بوش د کویټ د آزادولو لپاره یو نړیوال پوځي ایتلاف جوړ کړ.

دغه ایتلاف د "سحرا د توفان" په نامه پوځي عملیاتو سره چې متحده ایالاتو یې مشري کوله په بریالیتوب سره وکړای شول عراقي ځواکونه له کویټ نه وباسي خو ویې نشو کړای چې صدام حسین له واک نه لرې کړي.

بوش په ١٩٩٢ کې د جمهوري ریاست ټاکنې خپل دموکرات سیال بل کلنتن ته وبایللې. د سپینې ماڼۍ سره د وداع کولو پر وخت یې په یو لیک کې خپل ځای ناستي ته ولیکل "اوس ستاسې بریالیتوب زمونږ د هیواد بریالیتوب دی. زه ستاسې بریا غواړم."

XS
SM
MD
LG