د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر "جورج اچ ډبلیو بوش" د دغه هېواد د بل پخواني ولسمشر »بوش» پلار د ۹۴ کلونو په عمر مړ شو.
د اسوشېټېډ پرس آژانس د نوموړي د کورنۍ د ویاند له قوله ویلي چې جورج اچ ډبلیو بوش د جمعې په شپه مړ شوی دی.
ښاغلی بوش په پارکنسن ناروغۍ اخته و او د څو کلونو راهیسې یې روغتیایي حالت چندان ښه نه و.
د جورج ایچ ډبلیو بوش مېرمن بابرا هم د روان کال په اپرېل میاشت کې د ۷۰ کلونو په عمر مړه شوه.
هغه په ۱۹۸۹ کال کې د امریکا د ۴١ ولسمشر په توګه لوړه وکړه او تر ۱۹۹۳ کال پورې د امریکا ولسمشر و.
د بوش پلار جورج ایچ ډبلیو بوش مخکې تر دې چې سیاست ته راشي د اتو کلونو لپاره د امریکا د پخواني ولسمشر رونالد ریګن مرستیال و.
نوموړي د جمهوري غوښتونکي ګوند غړیتوب درلود او مخکې له دې چې سیاست ته راشي د امریکا د بحري ځواکونو پېلوټ و چې په دوهمې نړیوالې جګړې کې هم برخه اخیتسې وه.
هغه د دوو دورو لپاره د امریکا د جمهور رئیس په توګه له ټاکل کېدو مخکې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازي او د مرکزي استخباراتو "سي. ای. اې" د مشر په توګه هم دندې تر سره کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر خپل ټوېټر پاڼه په یوې اعلامیې کې د جور ایچ ډبلیو بوش پر مړینې خواشیني ښودلې.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د جورج ایچ ډبلیو بوش پر مړینه خواشیني ښودلې او ویلي دي چې هغه د افغانستان د خلکو یو ښه دوست و.
ولسمشر غني د ارګ پر ټوېټر پاڼه لیکي چې د افغانستان د خلکو په استازیتوب د امریکا خلکو او حکومت ته تسلیت وايي.
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د نوموړي پر مړینې په خواشیني ښودلو سره هغه د افغانستان یو دوست بللی دی:
د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر بارک اوبا هم د جور ایچ ډبلیو بوش ستاینه کړې او ویلي دي چې امریکا یو وطن دوست مامور له لاسه ورکړ.
جورج ایچ ډبلیو بوش د پخواني شوروي اتحاد د ړنگیدو او د برلین د دیوال له پرزیدو وروسته د امریکا د ولسمشر په توگه د شوروي اتحاد د وروستي ولسمشر میخایل گوربچوف سره ولیدل او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اټومي ستراتیژیکو وسلو د کنترول او راکمولو په گډون یې یو لړ تړونونه لاس لیک کړل.