د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي له ټاکلو هرکلی؛ خلیلزاد: دوحې غونډه کې دې طالبانو سره بحث وشي


ترکي دپلومات فریدون سینیرلی اوغلو
ترکي دپلومات فریدون سینیرلی اوغلو

افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په ملګروملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د ملګروملتونو عمومي منشي له خوا د افغانستان په چارو کې د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک مفتش د ټاکنې هرکلی کړی دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي دفتر د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۵ (غوایي پنځم) په یوه اعلامیه کې ویلي دي، چې ددغې ټولنې منشي انتونیو ګوتیرش د ترکیې دپلومات فریدون سینیرلی اوغلو د افغانستان په چارو کې د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک مفتش په توګه ټاکلی دی.

د ملګروملتونو په اعلامیه کې ویل شوي، چې د سینیرلی اوغلو ټاکل د دغې ټولنې د امنیت شورا د ۲۶۷۹ نمبر پریکړه لیک له مخې ټاکل شوی دی.

افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۶ (غوايي شپږم) په څو پرله پسې ټویټونو کې د فریدون سینیرلی اوغلو ټاکل کیدل یو غوره انتخاب ګڼلی او ویلي دي، چې ښاغلی اوغلو یوه تجربه لرونکی دپلومات دی.

ښاغلي خلیلزاد ویلي:" ما څو ځلې ددې یادونه کړې، چې دا د دوحې هوکړه لیک لپاره، چې لا هم پرانیستی دی ترټولو غوره انتخاب دی. دا به مهمه وي، چې سفیر سینیرلی اوغلو په دې غونډه کې ګډون وکړي. باید د دوحې په غونډه کې د طالبانو سره یوه ناسته هم ترسره شي ترڅو د دوحې د تړون بشپړ عملي کیدو په برخه کې د طالبانو ژمنې څرګندې شي".

په ملګروملتونو د افغانستان د دایمي استازولۍ شارژدافیر نصیر احمد فایق، هم د خپل ټویټر په پاڼه د ښاغلي اوغلو د ټاکلو هرکلی کړی اوهیله یې ښودلې، چې دغه ترکیې دپلومات به د افغانستان په اړه په خپلواک ډول یوه ارزونه ترسره کړي او د دغه هیواد د روان بحران څخه د وتلو لپاره به خپل وړاندیزونه برابر کړي.

ښاغلي فایق ویلي" مونږ ډاډه یو، چې هغه به په افغانستان کې روان بحران ته د حل لارو د لټولو لپاره نړیوالو هڅو ته د حرکت ورکولو په برخه کې یو اساسي رول ولوبوي".

طالبانو حکومت لا تراوسه د ملګروملتونو د عمومي منشي له خوا د افغانستان په چارو کې د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک مفتش ټاکل کیدو ته غبرګون نه دی ښودلی.

ملګروملتونو دا اقدام په داسې حال کې کړی، چې ټاکل شوې د راروانې می د میاشتې په لومړۍ او دوهمه ورځ به د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره ددغې ټولنې د عمومي منشي په کوربتوب یوکنفرانس جوړ شي.

ټاکل شوې په دغه کنفرانس کې به افغانستان لپاره د نړۍ د هیوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي. تراوسه لا څرګنده نه ده، چې د طالبانو کوم پلاوی به هم ددغه کنفرانس د جوړیدو پر مهال دوحې ته لاړ شي او که نه.

دمخه د ملګروملتونو عمومي منشي مرستیالې امنیه محمد ویلي و، چې د دوحې په کنفرانس کې به د "طالبانو د حکومت د رسمیت پيژندلو" په مسله خبرې وشي.

د میرمن محمد دغو څرګندونو ته په نړیواله کچه غبرګونونه وښودل شو.

طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د رسمیت پیژندلو په اړه د میرمن محمد څرګندونو وروسته امریکا غږ ته ویلي، چې دا د ملګروملتونو مسولیت دی، چې د طالبانو حکومت د رسمینت پیژندلو بهیر هرڅومره ژر چې کیږي بشبړ کړي.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې دا د افغانستان د خلکو حق دی، چې باید حکومت یې په رسمیت وپیژندل شي.

XS
SM
MD
LG